نړۍ

په مکه مکرمه کې د ښُکلا د ملکي سیالې اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د الحزیره نټ د خبر له مخې د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ترټولو مقدس ښارکې د ټولنیزو شبکو یوشمیر فعالینو د ښکلا دملکې د سیالی (Miss Beauty Pageant)ترسره کولو اعلان خپور کړ.

په اعلان کې د مسابقې ځای ، د هغې د ترسره کیدو نیټه او د ښُکلا د ملکې عمر او نور مشخصات په تفصیل سره لیکل شوي.

په سیالۍ کې د ګډون لپاره د مکې مکرمې له ۱۷ کلنو تر۲۷ کلنو ښځوڅخه غوښتل شوي چې د محرم الحرام د میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۶ نیټې پورې خپل نومونه د سیالۍ په ټاکل شوي دفتر کې ثبت کړي .

په یادې سیالې کې د لومړۍ نمبر بریالۍ ملکې لپاره د سره زرو ګوتمي او د دویم او دریم نمبر بریالۍ لپاره دسپینو زرو ګوتمۍ (ګوتې) په پام کې نیول شوې.

دا لومړی ځل دی چې د اسلامي نړۍ په کچه تر ټولو مقدس ښار مکې مکرمې کې د ښُکلا دملکې غرب ماډله سیالي ترسره کیږي.

همدا لامل دی چې د دغه اعلان د نشرولو په وړاندې د مکې مکرمې د امر بالمعروف کمیټې غبرګون ښودلی او ویلي یې دی چې دوی به ډیر ژر د خپاره کړل شوي اعلان په اړه خپله توضیحي اعلامیه صادره کړي.

د امربالمعروف کمیټې ترڅنګ یوې بلې دولتې ادارې د نوم نه ښودلو په شرط جزیره نت ته ویلي چې یاد اعلان د ښُکلا د ملکي په اړه نه، بلکې هغه د مکې مکرمې په ښارکې د کم عمره نجونو لخوا د قرآن کریم د یادولو د مسابقې په اړه ترشره شوي.

یادې ادارې په ټولنیزو شبکوکې د خپاره شوي اعلان دمحتوا په اړه ناخبرې وښودله او ویې ویل چې دا اعلان د کامیابي د دښمنانو لخوا نشر شوي.

خو نوموړې ادارې داهم ویلي چې مسابقه به په هغه ټاکلي ځای او ټاکلې وخت ترسره کیږي کوم چې په اعلان کې ذکرشوی او که څوک غواړي په دې اړه نور اضافي معلومات ترلاسه کړي نو هغوی دي دمکې مکرمې په ښارکې د امربالمعروف کمیټې څانګې ته مراجعه وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x