khateez adabi ghonda28

پکتیکا پوهنتون کې د ادبي غونډې راپور

رحمت الله حکیمي

دپکتیکا پوهنتون دپښتو ژبې او ادب څانګې محصلینو دلړم په ۲۱مه  ادبي ناسته ترسره کړه .

ناسته محمد منیر دکلام الله په مبارکو ایاتونو دویاند ضیاالرحمن زم زم په غوښتنه پیل کړه ،  دیادې ناستې تول ګډونکوونکي دپښتو ژبې او ادب څانګې محصلین وو ، چې په یاده ناسته مشر مېلمه یې دیندار او میلمه خاموش   وو ، محمد ذاکر ذاکري داستاد رحمت الله حکیمي د( تاثر ) تر سرلیک لاندې لیکنه دادبي درس دپاره ګډونوالو ته وړاندې کړه ، داستاد په نشتون کې ټولو ګډونوالو په درس خبرې کړې وي  ددغه لیکنې څه او څنګه یې په ګوته کړي  دضیاالرحمن زم زم دې بیت ( دګلابونو اوسپرلي قاتل مې وپېژانده  ــــــ  دشنه چنار اوشنه منګي قاتل مې وپېژانده ) دکره کتنې دپړاو ور پرانسته ټولو دنوموړي غزل دلوړ خیال په لرلو جوړ وګانه دناستې په دریم پړاو کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه وویل سید الله احمدي دناستې په ارزونه کې وویل چې داستاد په وینا واقعا ادبي ناستې دادبیاتو پوهنځیو دمحصلینو دپاره دلابراتوار حیثت لري او زیاته یې کړو چې ټول باید داسې عملي او رغښتي کارونو ته اوږې ورکړ ناسته  په داسې حال کې پای ته ورسیده لمر په عمودي ډول په کایناتو وړانګې وغوړولې .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د