شعـــــرونه

له جمال سره کمال

راته پاتـي په ميــــراث تــــوره او ډال دی
تـــل ګټلی مي په وينــه استقــــلال دی

د مظلــــومـــو سلګـکيـــو بــدل اخـــلم
پرزولی مــي د وخت ياغــي دجـــــال دی

باروتـي لباس پر سپيـــن بشـــر چي وړمه
استشهــــاد مي د جمـال سره کمـــال دی

نه د غــرب په شيـــطاني منـتــر غولـېږم
قال الله قال الرســـول مي استـــدلال دی

څـوک له ځان نه تاو کړي زغري څوک بمونه
مخنيول د فـــدائي آشنــــا محــــــال دی

د لمبو په غېږ کي ورځ د ژوند ماښام کړي
د لقـــــاء افــطار ته تږی د وصــــــال دی

و ښـــکلا ته مي ګـلاب غاټول عاجز شول
پر تندي مي پروت د ګـرمو وينو خـــال دی

مـرګ ته خاندم ځکه مرګ مي هم بقـــــا ده
که شهيـــد يم دا مي هم د ژوندون حال دی

د حـــالاتـو په څپــــو کي هـــم نــظامــه
زمونږ عـــزم دی متــين کلک مو مورال دی

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x