افغانستان

بلخ: د ځمکي د ښویېدو له امله سل کورونه نړېدلي

earthquake_afghanistanنن ټکی آسیا: د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويېدو له امله سل کورونه نړېدلي او خلک د ويرې له امله له سيمې د تېښتې په حال کې دي.

د ځمکې دغه خوځښت نن سهار له څلورو بجو د پرواز په کلي کې پيل او تر اوسه دوام لري, تر اوسه سل كورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، پنځوس نور زيانمن او د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دسیمی څخه چارواکو ویلي چې ځمکه ورو ورو په حرکت کې ده، چې په ځينو ځايونو کې له يوه تر پنځو او په ځينو کې تر پنځوسو مترو کښېناستلې ده.

ځکه چې د ځمکي دا ښویېدل په ورو ورو جاري ده، تر اوسه يې خلکو ته کوم ډول مرګ ژوبله نه ده اړولې.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويېدو له امله ٥٠ کورونه نړېدلي وو او خلک د سيمې پرېښودو ته اړ شوي وو.

د بلخ پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي د جيولوجي د څانګې استاد پوهندوى غلام فاروق خپلواک د دې پيښې لامل په سيمه کې د ونو نشتوالى په ګوته او ويلي يې و، چې د ځمکې لومړۍ طبقه د واورې او باران له امله خرابه شوې او تپه په عمودي ډول ښکته خواته تللې او ښويېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x