نادري ناولده

امريکايان کانګريس ته مړي وکيلان ټاکي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): امريکا کې د اوسنيو منځمهالو ټاکنو پر مهال امريکايي ولس يو مړي کانديد ته دومره رايې ورکړي، چې نوموړی یې کانګريس ته بريالی کړی دی.

د امريکا په تاريخ کې دا لومړي ځل نه دی، چې خلک دې يو مړ کانديد ته رايې ورکړي، بلکې د امريکا ټاکنيز تاريخ کې داسې پېښې ۱۹۷۳م کال څخه را په دې خوا څو ځل رامنځته شوي دي.

د امريکا په اوسنيو منځمهالو پارلماني ټاکنو کې روجيه فريمن د روان نومبر د مياشتې په پارلماني ټاکنو ۳۵٪ سلنه رايې اخيستې وې، مګر نوموړی تېر اکتوبر مياشت د کولمو د سرطان له امله مړ شوی و.
روجيه فريمن د ډيموکرات ګوند نوماند و او له مرګ وروسته يې هم له جمهوري پلوي کانديد ټاکنې وګټلې.

د «لو ګارډين» ورځپانې له قوله د امريکا په تاريخ کې دا لومړی ځل نه دی، چې داسې پېښې کيږي، بلکې د ۲۰۱۳، ۱۰۱۲او ۲۰۱۰ منځمهالو ټاکنو کې هم ورته پېښې شوي دي.

له دې مخکې ۱۹۷۳ م کال هم يو کانديد نيک بيګيچ له ټاکنو څو ورځې مخکې مړ شوی و او ټاکنو کې يې له خپل جمهور پلوي سيال څخه رايې ډېرې وړې وې.

همدا رنګه پېښې د افغانستان ولايتي شورا په ټاکنو کې رامنځته شوي دي.                                           hashmat

د مثال په ډول حشمت خليل کرزی، چې د ولايتي شورا له ټاکنو څه موده وړاندې ووژل شو، مګر په ټاکنو کې يې تر ټولو زياتې رايې وړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x