
ننګرهار: پر بهرنیو ځواکونو دوهم سرتیری برید شوې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر ناټو ځواکونو دوهم سرتیری برید شوې دی.
دوهم سرتیری برید نن /پنجشنبه، لړم ۲۲مه/ غرمه مهال شاخوا ۱۲ نیمې بجې د جلال اباد ښار اړوند د لسمې ویالې په سیمه کې شوې.
تر دې وړاندې په رینګ روډ (حلقوي سرک) باندې هم سهار ۹ بجې د بهرنیو ځواکونو پر همدې کتار سرتیری برید وشو.
طالبانو د دوهم سرتیري برید مسوولیت پر غاړه اخېستی.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی یو بل ملګري غرمه مهال د لسمې ویالې سره د امریکایي سرتیرو په کتار سرتیری برید کړی چې یو ټانګ یې ویجاړ کړی او ۶ عسکر په کې ځای پر ځای وژل شوي.
د دوهم سرتیري برید په اړه د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال ویلي چې په بهرنیو ځواکونو د لسمې ویالې سره د سرف موټر پر مټ دوهم سرتیری برید شوې.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه سرتیری برید په هغو بهرنیو ځواکونو شوې چې نن سهار پرې بل سرتیری برید شوې و او ویجاړ شوې موټر یې لېږداوه.
طالبانو د لومړي سرتیري برید په اړه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرتیری برید د دوی د یو ملګري لخوا د رینګ روډ په اخندزاده صاحب سیمه کې هغه مهال وشو چې له سیمې څخه بهرني ځواکونه د تېریدو په حال کې وه.
مجاهد زیاته کړې چې په برید کې ۲ امریکايي ټانکونه مکمل ویجاړ شوي او سپاره عسکر چې ښايي ۱۲ تنه دي، ټول وژل شوي.
د رينګ روډ اخندزاده صیب سيمې څخه د پېښې يو عيني شاهد عبدالله مبارز نن ټکی اسيا ته تر چاودنې وروسته ویلي وه، چې اخندزاده صيب سيمه کې يې د يوې درنې چاودنې غږ واوريد او له پېښې
وروسته د امريکايي عسکرو په موټرو کې يې د اور لمبې ولېدلې، چې لږه شېبه وروسته امريکايي عسکرو د پېښې سيمه کلابنده کړه او هيڅوک نژدې نه ورپرېږدي.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدالزی وايي چې لومړنی سرتیری برید شاوخوا ۸:۳۰ بجې په رینګ روډ کې د یوې الټو ډولې موټر پر مټ وشو.
عبدالزی زیاتوي چې په سرتیري برید کې د بهرنیو ځواکونو یو موټر ویجاړ شوې دی او نورو ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
په کابل کې د ایساف مرکز هم په جلال اباد کې پر بهرنیو عسکرو سرتیري برید پخلی کړی خو ویلي یې دي چې ځاني تلفات یې عسکرو ته نه دي اوښتي.