لوګر: بهرني ځواکونو 126 اولسي کسان برمته کړي
نن ټکی آسیا: د طالبانو د اسلامي امارت وېب پاڼي خبر ورکړی چې د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې تېره ورځ امریکایانو 126 اولسي کسان بندیان کړي.
خبر زیاتوي چې تېره ورځ تر ماښامه امریکایانو په دغه ولسوالۍ کې ټولي کوڅي او لاري تړلي وي، او هرڅوک چې په لاس ورتلی هغه یې له ځانه سره بندي کوی.
د خبر پر اساس ددغو بندیانو څخه د طالبانو په اړه پوښتني کیږی، او ګواښ ورته کیږي چې که چیري د طالبانو په اړه امریکایانو ته معلومات ور نه کړي، نو د مرګ سره به مخامخ سي.
خبر د یو بندي له قوله ویلي چې د نیولو وروسته 50 تنه بندیان د یو ساعت توقیف وروسته خوش کړه شوه، مګر د داخلي عسکرو له خوا یې ټوله شتمنۍ چی ورسره وي، لکه موبایلونه، ساعتونه، نقدي، او نور شیان لوټ شول.