
طالب بندیانو پر ماشومې تیری کوونکی دولتي ملا ډبولی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د څرخي پله زندان دننه طالب بندیانو هغه دولتي ملا ډبولی چې څه موده وړاندې یې پر یوې لس کلنې انجلۍ جنسي تیری کړی و.
د دغه زندان دننه یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې طالب بندیانو د یاد زندان په دوهم بلاک کې ملا تر مرګه وهلی دی.
سرچینه زیاتوي چې بندیانو د نوموړي پوزه، خوله او سر ورمات کړی او په وهلو وهلو یې پاتې بدن ورشين کړی دی. همدا راز يې نور سر ورخریلې.
د زندان دننه د پولیسو یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط د پېښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې ملا يې اوس بل ځای ته انتقال کړی دی.
د زندان دننه د نن ټکی اسیا سرچېنه وايي چې طالب بندیانو غوښتنه کوله چې یاد ملا دې د شریعت سره سم مجازات شي.
دغه دولتي ملا د غويي پر ۱۲مه په کندوز کې پر یوې لس کلنې انجلۍ جنسي تیری کړی و چې وروسته پولیسو ونیولو او محکمې په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
یو شمېر حقوق پوهان وايي چې په هېواد کې محاکم شرعي حدود نه عملي کوي او له همدې امله د جرمونو کچه زیاته شوې ده. دوی وايي چې د پغمان د قضيې سربېره زرګونو قضیو کې که شرعي حدود عملي شوې وای جرمونو ګراف به ډیر راټيټ شوې وې.