
هرات: د ولایتي شورا یو پخوانی غړی ووژل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ ولایت هرات کې د ولایتي شورا یو پخوانی غړی ووژل شو.
شیخ عزیز الله نجفي د شیعه علماو د شورا غړی هم و چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲ نیمې بجې د هرات ولایت په کندهار دروازه کې طالبانو ووژلو.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې عزیز الله نجفي تر ویشتلو وروسته د جواجه عبدالله انصاري روغتون ته یوړل شو خو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ومړ.
هرات ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالروف احمدي ويلي چې دغه برید دوه موټرسایکل سپرو کړی.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
ددغې شفاخانې ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې په پېښه کې د شیخ نجفي په شمول د نوموړي محافظ هم په ډزو ویشتل شوې خو ژوندی دی.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستې دی او ویلي یې دي چې ماسپښين مهال ۳ بجې د کندهاري دروازې په سیمه کې د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی د دوی د ملګرو لخوا په غلچکي برید کې ځای پر ځای ووژل شو.
عزیز الله نجفي د شیعه علماو د شورا د مهمو غړو څخه و. نوموړی همدا راز په ولایتي شورا کې غړی هم و.