
شنبې ته اشرف غني د نوازشریف سره په ګډه پاک – افغان کرکټ سیالي ګوري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ د ګډ حکومت ولسمشر ښاغلی اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په یوې خبري ناسته کې پاکستان ته د ولسمشر د ورتګ ویلي او زیاته کړې يې ده چې د دواړو لوریو تر منځ به یو شمېر پروژو هم لاسلیک وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب رامنځته شوي ګډ حکومت ولسمشر پاکستان ته دا لومړنی سفر دی.
د سیاسي خبرو اترو تر څنګ د شنبې په ورځ /لړم ۲۴مه اکتوبر ۱۳مه/ د پاکستان د ای ټیم سره د افغانستان ای ټیم لوبه هم په میدان کې وګوري.
د پاکستان په لوبډله کې ددغه هېواد د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي عمر ګل او محمد عرفان هم شته چې ښايي افغان لوبډله تر تاثیر لاندې راولي.
د افغانستان له لوري د لوبډلې مشري محمد نبي او د پاکستان له لورې شعیب مقصود کوي.