افغانستان

د جلال اباد هوايي ډګر یو ځل بیا د طالبانو تر برید لاندي راغلی

Taliban-attack-in-Jalalab-006نن ټکی آسیا: طالبانو تېره شپه پر دولس بجو د جلال اباد پر هوايي ډګر برید پیل کړی، او طالبانو په وینا په دغه برید کې یې لږ تر لږه پنځه بهرني سرتیري وژل شوي دي، او د بهرنیانو په ځوابي عملیاتو اوبمباریو کې 3 تنه طالبان وژل شوي دي.

د بلي خوا د ننګرهار امنیه قوماندان علیشاه پکتیاوال، او د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر دغه برید منلی، مګر د مرګ ژوبلې په اړه یې

ویلي چې د دوي په ځوابي برید کې 7 تنه وسلوال طالبان ووژل شوه، او دا چي ددوي سرتیرو ته په پيښه کې هیڅ زیان نه دی اوښتی.

ديادونې وړ ده چې تېر کال دوه ځلې پر جلال اباد هوايي ډګر ډله ييز ځانمرګي بريدونه کړي وو، چې د ګڼ شمېر بريد کوونکيو د وژل کېدو  ترڅنګ يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x