ورزش

کرکټ: روهت شرما په یوې ورځنۍ سیالۍ کې د زیاتو منډو ریکاډ مات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳): روهت شرما په یوې ورځنۍ سیالۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو نړیوال ریکاډ مات کړ.

کلکتې ښار ایډن گارډن نومې لوبغالی کې روهت شرما د سریلانکا خلاف نه هیریدونکی توپ وهنه وکړه او د ۹ شپږیزو او ۳۳ څلوریزو په مرسته ۲۶۴ منډې جوړې کړې. نوموړي دغه منډې په ۱۷۳ توپونو کې پوره کړه.

له دې مخکې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو ریکاډ د ویرندر سهواگ په نوم ثبت و چې نوموړی په ۱۴۹ توپونو ۲۱۹ منډې جوړې کړې وې.

له دې مخکې په یوه لوبه کې د زیاتو څلوریزو ریکاډ هم د سهواگ په نوم وو چې نوموړی په یوه لوبه کې ۲۵ څلوریزې وهلې وې چې دغه ریکاډ هم روهت شرما له ۳۳ څلوریزو وهلو سره مات کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x