ورزش

کرکټ: هندوستان یو ځل بیا نړۍ ته خپله وړتیا ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او سریلانکا تر منځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه وه چې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۵۳ منډو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه هندي لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. هندوستان لوبډله د روهت شرما بې مثاله توپ وهنې په مرسته د سریلانکا لوبډلې ته یوازې پنځه لوبغاړو سوځیدو وروسته ۴۰۵ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه کې روهت شرما ۲۶۴ منډې جوړې کړې چې د دغو منډو په مرسته يي دوه نړیوال ریکاډونه هم مات کړ. نننۍ لوبه کې ویراټ کولي ۶۶ او رهانې ۲۸ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې سریلانکايي توپ اچونکي د روهت شرما په خلاف پاتې راغلي ول. دغه لوبه کې متیوز د هندوستان ۲ لوبغاړي سوځولو سره غوره توپ اچونکی ثابت شو.

په ځوابي توپ وهنه کې د سریلانکا هیواد ټول لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. دغه منډو کې د متیوز ۷۵ او تریمانې ۵۹ منډې د یادولو وړ دی.

هندوستان لپاره غوره توپ اچونه کلکرانې وکړه چې خپل ۱۰ اورونو کې يي یوازې ۳۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي يي وسوځول.

هیره دې نه وي چې له دې مخکې د دغو سیالیو په لومړیو دریو سیالیو کې هم هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته سخته ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x