هنر: میکسیکويي ځوان له خالي بوتلونو جزیره جوړه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): یو میکسیکويي ځوان له خالي بوتلونو څخه د ساحل پر غاړه مکمله جزیره جوړه کړې چې څو کسه یو ځای په کې ژوند هم کولی شي.

دغه میکسیکويي هنرمند چې ریچرډ سوا نومیږي په کینکن نومې سیمه کې دغه جزیره اباده کړې چې درې منزله کور یې په کې جوړ کړی. نوموړي دغه کور او جزیره د یو لک او پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) تشو بوتلو په مرسته د ۷ کلونو په موده کې جوړه کړې.

د نوموړي په وینا د یو داسې جزیرې جوړول او په کې ژوند کول د نوموړي ۲۰ کلن خوب و چې په حقیقت بدل شو. دغه جزیره کې د ژوند ټول سهولتونه موجود دي. دغه جزیره کې موجود کور ۳ کوټې او یوه اشپزخانه لرلو سربیره گرمې اوبه او ۳ تشنابونه هم لري. جزیره کې بیا د انټرنیټ اسانتیا او خرما وینې هم موجود دي.

رچرډ په وینا ځکه چې نوموړی سبزی خوښوونکی انسان دی نو د همدې لپاره يي دغه جزیره کې د سبزیجاتو مختلف ډولونه کرلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د