افغانستان

بهرنيانو د سرپل په ولايت کې شپږ تنه ملکي وګړي مړه او څلور ژوندي ونيول

shendand_airstrike_siteتيره شپه بهرنيو قواوو د افغانستان په شمالي ولايت سرپل کې د يو لړ شپينيو عملياتو په ترڅ کې شپږ (6) تنه ملکي وګړي مړه او څلور (4) نور بنديان کړل.

د تفصيلاتو سره سم تيره شپه يو شمير بهرنۍ قواوې په ناڅاپي توګه په هليکوپترو کې د يو شمالي ولايت سرپل د (صياد) ولسوالۍ ته ورسيدې او هلته يې د (پشت باغ) په کوچني کلي کې په ډزو سره شپږ تنه ملکي وګړي مړه او څلور يې ژوندي ونيول.

د پيښې څخه وروسته نن سهار د سيمې خلک په خورا قهر سره د سرپل مرکز (سرپل) ته ورسيدل او غوښتل يې چې د بهرنيو قواوو د دې عمل پر ضد پراخه مظاهره وکړي خو چارواکو هغوى مظاهرې ته پرينښودل چې وروسته بيا په شمال کې د دوه سوه او نهم شاهين قول اردو عمومي قوماندان جنرال زلمي “ويسا” په سيمه کې د ايساف د يو تن قوماندان سره يو ځاى په هليکوپتر کې سرپل ته ورسيدل.

د سرپل په ښار کې يو تن سيمه ايز ژورنالست وويل چې د شاهين قول اردو قوماندان په پيښه ژوره خواشيني وښوده او ويې ويل چې هغوى د دې عملياتو په اړه هيڅ ډول معلومات نه لري خو ژمنه يې وکړه چې په دې اړه به بشپړ تحقيقات تر سره کړي.

د ايساف قوماندان هم د پيښې څخه بې خبري وښوده او ويې ويل چې دغه عمليات نيغ په نيغه د باګرام د هوايي ډګر څخه تر سره شوي دي.

والي او نورو مسئولينو هم دا ومنله چې وژل شوي خلک طالبان نه ، بلکه عام ملکي وګړي دي .

د سيمې څخه راغليو خلکو ژورنالستانو ته وويل چې وژل شوي او نيول شوي کسان پښتانه او په سيمه کې د ميشت عرب قوم پورې اړه لري چې په مالدارۍ او کرهڼې بوخت وه.

د سيمې خلکو چې سهار يې د احتجاج په توګه د خپلو مړو د ښخولو څخه انکار کولو د چارواکو د اطمئنان ورکولو څخه وروسته مازديګر مهال مړي خاورو ته وسپارل .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x