پاکستان لومړی ټیسټ لوبه کې نیوزیلینډ له سختې ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې پاکستان لوبډلې د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۲۴۸ منډو ستره ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه پاکستان لوبډل مشر گټلې وه او د لومړۍ توپ وهنې پریکړه يې کړې وه. پاکستان لومړی توپ وهنې سره یوازې درې لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د لوبې لومړي پړاو کې ۵۶۶ منډې جوړې کړې.

لوبې لومړی پړاو کې احمد شهزاد ۱۷۶ او محمد حفیظ ۹۶ منډې جوړې کړې چې یونس خان له ۱۰۰ او مصباح الحق ۱۰۲ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

نیوزیلینډ لوبډلې د لوبې لومړي پړاو توپ وهنه کې یوازې ۲۶۲ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د لیتم سلیزه د یادولو وړ ده.

لومړي پړاو توپ اچونه کې د پاکستان لپاره راحت علی ۴ او ذوالفقار بابر ۳ ویکټې اخستلو سره ښه توپ اچونه وکړه.

لوبې دوهم پړاو کې پاکستان په داسې حال کې توپ وهنه پیل کړه چې د سیالې لوبډلې څخه ۳۰۴ منډې مخکې و. پاکستان د دوو لوبغاړو له سوځیدو وروسته ۱۷۵ نورې منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

دوهم پړاو توپ وهنه کې هم نیوزیلینډي توپ وهونکي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه او یوازې ۲۳۱ منډو جوړولو سره يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او دغه لوبه يي د ۲۴۸ منډو له ستر توپیر سره وبایلله.

د لوبې دوهم پړاو توپ اچونه کې یاسر شاه د نیوزیلینډ لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی راحت علي په لومړي پړاو توپ اچونه کې ۴ او دوهم پړاو توپ اچونه کې ۲ ویکټې اخیستو په اساس وټاکل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د