
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم۲۲مه، ۱۳۹۳ل): له ننګرهاره همدا شېبه تازه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې نن ماخستن اته بجې د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان شریف ووژل شو.
ویل کېږي، چې برید کوونکي مخامخ پر قوماندان شریف ډزې وکړې او د تېښتې پر مهال د پولیسو په ځوابي ډزو کې برید کوونکی هم لګېدلی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات په لاس کې نشته.
یاده دې وي، چې دا په ننګرهار کې د نن ورځې په اوږدو کې درېیم زورور برید دی.
طالبانو نن له غرمې مخکې د ننګرهار په رینګ روډ او سرخرود ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو دوه سرتېري بریدونه وکړل او د درو شوبلو په له منځه وړلو سربېره لسګونه سپرو عسکرو ته یې پکې مرګ ژوبله واړوله.