د امت لويان

د بلن لیکونو رسولو ماموریت

عاطفي

دعبد قاری زوی سیدنا حضرت عبدالرحمن فرمايې:یوه روځ دالله رسول خطبی ته ودرید ل دالله حمد او ثنا ویلونه يې وروسته دشهادت کلمه ولوستله او بیايې وفرمایل: زه غواړم چې ستاسونه څوتنه ځوانان  دعجمو پاچایانو ته واستوم ،تاسی زما دپریکړی سره اختلاف مه کوی ،څرنګه چې بنی اسرایلو  دحضرت عیسی علیه اسلام په وړاندی مخالفت څرګند کړی و!  انصارو په یوه خوله وویل: مونږ هیڅ کله ستا په وړاندی د مخالفت جرآت نه کوو، په کوم لور چي مواستوی پرته له ویری دامر اطاعت کوو!!   رسول الله صلی الله علیه وسلم په مختلفو لورو،مختلفو پاچایانو ته  خپل محبوب او زړور صحابه يې کراموپه لاس بلن لیکونه واستول! که څه هم په ځینو روایتو نو کې دکسری امپرا طور ته بلن لیک دحضرت شجاع بن وهب په لاس رسیدلی اوقوی دلا یل دادی چې لیک حضرت عبد الله بن حُذافته رسولی ، یاداچې بلن لیک حضرت عبدالله واخست دبحرین امیرته يې ورسو او یا داچې همدا لیک دبحرین امیر ته حضرت شجاع ورسو!  او بیا له هغه ځایه لیک تر کسری ورسید ، خو خبره او واقعت دادی چې دکسری په دربار کې درسول الله صلی الله علیه وسلم په  پوره زړورتیا سره درسول الله حکم پر ځای کړ!! مونږ يې دلته هماغه جریان  لیکو (ولله اعلم)۰

حضرت عبد الله

دحذافته زوی حضرت عبد الله درسول الله صلی الله علیه وسلم دځوانواو زړورو صحابه يې کرامو څخه وچې درسول الله په هدایت يې بلن لیک  د فارس امپراطورکسری بن هُرمُز ته ورسو چې جریان يې داسی دی!

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دفارس امپراطور (کسری ) په نوم بلن لیک مهرکړ عبدالله ته يې وسپاره او سپارښتنه يې وکړه چې لیک به کسری ته ورسوی!  حضرت عبدالله دسفرسامان او توښه برابره او آس يې زین کړ، له خپلی کورنی اودوستانو يې رخصت واخست ، ښځه او زوی يې ورسره په مخه ښه وکړه، دسپارل شوی دندی دتر سره کیدو په لور روان شو!!

حضرت عبد الله سره پرته دالله نصرت بل هیڅ ښکاره ملګری نه وو حال داچې لاره اوږده دورځو ورځو منزل ، دسختو ګړاوونو،تکلیفونو ،ویری او هر ډول ستونځونه ډکه وه !!

حضرت عبدالله چې فارس ته ورسید امپراطور کسری ته يې درسول الله صلی الله علیه وسلم دفرمان راوړلو خبر ورکړ!     کسری خپل ټول مشاورین ،وزیران او لوړ رتبه مامورین پاچاهی  دربار ته وغوښت او بیايې حضرت عبد الله ته د ملاقات په غرض دننوتلو اجازه ورکړه!! حالات دومره ستونځمن و چې نه له وړاندی کوم تړون موجود و اونه اعتبار او یو دبل په ژبه هم نه پوهیدل او له پلوه بلن لیک داسی لیکل شوی و چې دپلرونو او تیر شوو عقیدوی چوکاټ له یوی مخی بدل او له نوی دین سره خپل پیوستون نه بله داطاعت او فرمان منلوته غاړه کیږ دی !!   حضرت عبدالله چي دقوی جسامت خاوند او په تن يې عادی کمیس اولنګ و چې له پاسه يې یوه ژیړ بخنه چپنه اغوستی وه، کله چې دکسری  ستر ګې  پری ولګیدی خپل یو تن ساتندوی ته يې وویل:  بلن لیک  له عبد الله څخه واخلی او ده ته يې راوړی ، خوحضرت عبد الله  دلیک له ورکولو په دی خاطر انکار وکړ چې درسول الله فرمان يې په هماغه ډول تر سره کړی ویي څرنګه چې ورته ویل شوی و!، کسری چې دعبد الله په هوډ پوه شو وویل: پریږ دی چې راشی ، حضرت عبد الله وړاندی شو او په خپل لاس يې کسری ته دالله درسول فرمان ورکړ! کسری فرمان واخست او یو تن ژباړونکی را وغوښت چې فرمان ورته ولولی! دفرمان به سرکې لیکل شوی و،من محمد بن عبد الله الی کسری عظیم فارس،سلا م علی من التبع الهدا۰۰۰کسری چې همدا برخه واوریده له قهره وپړسید،رنګ يې بدل شوبلن لیک يې له ژباړونکې واخست دا الفاظ يې له خولی ووتل چې زما درعیت یو ادنا غلام زما له نوم نه يې وړاندی خپل نوم لیکلی،بلن لیک يې څیری څیری کړ۰        عبدالله چې داحالت ولید  نه پوهیده چې څه به ورسره کیږی؟ په یوروایت  کسری امر وکړ چې عبد الله دی له درباره وویستل شی او په بل روایت کې عبدالله پخپله له درباره ووت، په هر صورت عبدالله په ډاډ منه ټو ګه وویل:ماته چې درسول الله صلی الله علیه وسلم له لوری کوم ماموریت سپارل شوی و په بریالی توګه مې تر سره کړ ،مادرسول الله بلن لیک پخپل لاس دفارس کسری ته ورکړ! له دی وروسته چې هر څه پیښیږی مهمه نه ده اونه يې پرواشته!! په خپل آس سوردمدینې په لور روان شو.         دکسری چې کله قهر سوړ شو دوباره يې سپارښتنه وکړه چې عبد الله بن حذافه دربار ته ستون کړی ،موظفین چې هر لورته وګرځیدل عبدالله يې پیدانکړ هغه دمنزل په لورتللی و!!  حضرت عبد الله چې مدینی ته ورسید درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضرشو او بشپړ ګذارش يې ورکړ ، دالله رسول چې دبلن لیک له شلولو خبر شو وویل: مزق الله ملکه، دهغه پاچاهی د الله ټوټی کړی یا داچې الله د دهغه ملک  ټوټي ټوټی کړی!!

له یویخوا کسری ته دبلن لیک په رسیدوهغه وپړ ساو چې یمن کې خپل والی بازان ته دستور ورکړی چې حضرت محد صلی الله علیه وسلم لاس تړلی دده دربار ته راولی له بل خوا دده په خپلی واکمنی کې دبغاوت څپی موج واخست چې دی پکیې دخپل زوی له لاسه ووژل شو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x