افغانستان

په کابل کې محصلينو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون لاريون وکړ

 

Afghan_students_shout_anti-_US_slogans_s_during_a_demonstration_in_Kabul_Afghanistan_on_Tuesday_April._5_2011سلګونه محصلينو په کابل کې د لاريون په ترڅ کې د امريکايي پادري، چې قران کريم يې سوځولى د محاکمې غوښتنه وکړه او ويل يې، چې د امريکا دولت هم بايد د نړۍ له مسلمانانو بښنه وغواړي.

د امريکا په فلوريډا ايالت کې تېره مياشت يوه عيسوي پادري د قران کريم يوه نسخه وسوځوله، چې په غبرګون کې يې د نړى د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم خلکو په لاريونونو لاس پورې کړ.

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو تحصيلي موسسو سلګونه محصلينو په داسې حال کې نن لاريون ترسره کړ، چې د تېرېې اونۍ په اوږدو د هېواد په ځينو ولايتونو کې په دې اړه لاريونونه پر تاوتريخوالي واوښتل.

د مزارشريف او کندهار په لاريونونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ١٥٠ نور ټپيان شول.

خو نن د کابل په پوهنتون کې ياد لاريون په سوله ييز ډول سهار شاوخوا ٨ بجې پيل او له غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو پاى ته ورسېد.

لاريون کوونکيو محصلينو د امريکا او غرب پر خلاف شعارونه ورکول.

يوه لاريون کوونکي عصمت الله سالارزي و ويل ((غربيان چې ځان متمدن بولي او د بشر د ازادۍ او انساني کرامت دعوه کوي، په نړيواله کچه يې د ١،٥ مليارده مسلمانانو عقيدې ته توهين وکړ او د هغوى له احساساتو سره يې لوبې وکړې، موږ د دغو خلکو پر وړاندې خپله کرکه څرګندوو او محاکمه يې غواړو.))

د لاريون په پاى کې يو ٧ ماده ييز پرېکړه ليک هم وړاندې شو.

په پرېکړه ليک راغلي: ((موږ د غربي جنايت کارو او خپل سرو دولتونو ته په کلکه اخطار ورکوو، چې د داسې کړنو له تکرارولو څخه په کلکه ډډه وکړي، که نه نو د نړۍ د مسلمانانو له قاطع او شديد عکس العمل سره به مخامخ شي.))

دغه راز په پرېکړه ليک کې له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتل شوي، چې له امريکا سره خپلې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پرې کړي او په دې توګه پرې فشار راوړي، چې په راتلونکې کې د دغه شان کړنو مخه ونيسي.

په پرېکړه ليک کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ژرترژره وتلو غوښتنه هم شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x