نن په انځورونو کي

ننګرهار کې پر امریکايي عسکرو د سرتېري بریدونو وروسته انځورونه

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر امریکايي ځواکونه پر له پسې دوه سرتېري بریدونه تر سره شول.

لومړی سرتیری برید په رینګ روډ (حلقوي سرک) باندې سهار ۹ بجې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار وشو.

او دوهم سرتېری برید د یوه سرف موټر پر مټ پر همدې کاروان د ښار د لسمې ویالې په سېمه کې د ۱۲ نېمو بجو شاوخوا په داسې حال کې تر سره شو، چې د لومړني برید له ځایه د مړیو او ټپيانو د لېږدولو په موخه د حرکت په حال کې وو.

طالبانو د دواړو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د دوی ویاند ویلي، چې په دې بریدونو کې یې لسګونو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ننګرهار امنیتي چارواکو د دواړو بریدونو پخلی کړی او زیاتوي، چې دوی ته د ایساف له لورې ورکول شوي مالومات ښيي، چې بریدونو کې عسکرو ته زیان نه دی اوښتی.

په کابل کې د ایساف مرکز هم په جلال اباد کې پر بهرنیو عسکرو سرتیري برید پخلی کړی خو ویلي یې دي چې ځاني تلفات یې عسکرو ته نه دي اوښتي.

nangarhar sartiri 1


nangarhar breed 2

nangarhar breed 3

nangarhar breed 4

nangarhar breed 5

nangarhar breed 6

nangarhar breed 7

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x