افغانستان

په لغمان کې د قرآن کریم د سوځېدو په ضد پراخې مظاهرې وسولې

lghman_muzahira_4-4-2011نن ټکی آسیا: نن د لغمان په ولایت کې هم په زرګونو کسانو د قرآن کریم د سوځول کېدو په ضد مظاهره وکړه..

د تفصیلاتو سره سم نن غرمه د په زرګونو کسانو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ څخه د مهترلام په لور مظاهره پېل کړه، تر څو د امریکايي پادرې له خوا د قرآن بې حرمتي وغندي، مګر پولیسو د مهترلام سره نیژدې د قلعه شیخان په سیمه کې مظاهره چیان د ولایت پر لور وړاندي تګ ته پرېنښوده.

مظاهره چیانو چې د امریکا او د پادرې تیری جونز په ضد یې شعارونه ورکول، په یوه پرېکړه لیک کې غوښتنه هم وکړه چې باید نومړی پادرې ته سزا ورکول شي.

تر څو مظاهرچیان د لغمان مرکز مهترلام ته ونه رسیږي، پولیسو یې په وړاندي هوايي ډزي کولې، او مظاهره کوونکو بیا پولیس په ډبرو ویشتل.

نن د هیواد په نورو ولایتونو کې لکه د خوست په لکڼو او ننګرهار په شینوارو کې هم پراخي مظاهرې وشولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x