افغانستان

۴۵ورځې وروسته، کابینه لا هم د لانجو ښکار ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني چې د سپټمبر پر ۹مه یې د ولسمشر په توګه او د ده شریک عبدالله عبدالله د ګډ حکومت د اجراییه رييس په توګه لوړه وکړه، ژمنه کړې وه چې تر یوې نیمې میاشتې به نوې کابینه معرفي کوي.

اشرف غني شته کابینه او والایان ټول سرپرستان اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د دواړو ټیمونو ویاندویان وايي چې «هڅې روانې» دي او د کابینې «یوه برخه» به د لندن تر ناستې بشپړه شي. د دوی له څرګندونو داسې ښکاري چې کابینه به د لندن تر ناستې همداسې نابشپړه پاتې وي.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته نژدې کسان اعتراف کوي چې د کابینې جوړول ډېره «پېچلې» چاره ده.

یو شمېر باوري سرچینې وايي چې ولسمشر او اجراییه رييس چهارشنبې شپې اوږدې خبرې درلودې؛ خو لا هم موافقې ته نه دي رسېدلي.

د ګډ حکومت اجراییه رييس، عبدالله عبدالله وايي: «په دې برخه کې پرمختګونه شوي، بحثونه روان دي، که پر دې چارې وخت لګېږي، دا د وخت ضیاع نه ده».

د عبدالله عبدالله ویاند، مجیب الرحمن رحیمي وايي: «د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې مذاکرات ښه وو، اختلافات جدي نه دي، هیله من یو چې څو راتلونکو ورځو کې د ملي یووالي حکومت د کابینې شاهدان واوسو».

خو د اشرف غني ویاند حمیدالله فاروقي بیا دا لانجه ډېره جدي نه ګڼي: «زه فکر نه کوم چې دا دې کومه ستره لانجه وي. د ملي یووالي حکومت رهبران متعهد دي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر رسنۍ د جدي اختلافاتو د شتون خبره کوي. ویل کېږي چې یوازې د واک پر پنځوس سلنه وېش هوکړه شوې؛ خو د افراد په ټاکنه کې لا هم ټکرونه شته.

ځینې راپورونه وايي چې عبدالله ځینې داسې کسان کابینې ته وړاندې کوي چې د اشرف غني په خوښه نه دي. د بېلګې په ډول د بلخ والي چې د اشرف غني په باب تونده لهجه کاروي هم یو له دغسې کسانو څخه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x