خبرونهنړۍ

اسلامي دولت په خپل نامه سکه راوباسي

نن ټکی آسیا (جمعه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت د بیت المال له ادارې څخه په یوه خپور شوې بیان کې راغلي چې دوی به ډیر ژر د اسلامي دولت د مشر ابو بکر البغدادي په غوښتنه د دغه دولت لپاره خپله ځانګړې سکه را وباسي، چې د سرو زرو او سپين زرو څخه به جوړ وي او په دې توګه به نور د کاغذي پیسو اهمیت په اسلامي دولت کي له منځه ولاړشي.

د اسلامي دولت بیان وړاندي وايي چې اوسنی مالي نظام د «طاغوتیانو او یهودو» په لاس کې دی او د دغه نظام له لاري هغوی مسلمان خپلې «غلامۍ» ته اړ کړي او د هغوی له امکاناتو څخه یې «غلطه» استفاده کړې.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې د هر هېواد د سکې ارزښت یې سیاسي ځواک و پېژندګلوۍ پوې تړلی دی. اسلامي دولت چې په نړۍ کې تر دوستانو دښمنان ډېر لري، که یې کاغذي پیسې جوړې کړې وې، نو تر خپلې ولکې سیمې کې به یې چلښت لاره. مګر اوس چې د سپنو او سرو زرو سکې راوباسي؛ نو د دې سکې ارزښت د نړۍ په هر ګوډ کې پر ځای دی او اسلامي دولت د چا رسمیت ته اړ نه دی.

بیان زیاتوي چې د نوي سکې لپاره دوی خپل ټول اجرآت بشپړ کړي او د دغه کار د متخصصینو او علماوو سره یې مفصلې سلا مشورې کړي او د کاغذي پيسو د بدلولو دغه پریکړه یې د اسلامي دولت «مجلس شورا» ته وړاندې کړی.

د اسلامي دولت خبرپاڼه لیکي چې د دوی سکه به د سرو زرو او سپین زرو څخه وي او په مختلفو مقدارونو به ویشل شوي وي.

د یادولو وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي اقتصادي او نوي اسلامي بانکوالي متخصصین هم د سرو او سپینو زرو سکو پلوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x