نظــر

جنګ غوښتونکی نسل

محمد اسماعیل عندلیب 

لیکوال او ژورنالیست

له کله چې په افغانستان کې د ظاهر شاه د طرز حکومت د مخالفت فکر، او کمونستي نظريه پيدا شوي، په دې منځ کې بيا ډېرو افکارو، ډلو، هيوادونو او نظريو په افغاني محيط کې د ريښو خپرولو کوښښ کړی، ځينې يې تر يو بريده بريالي شوي، ځينې يې په يو مخ ناکام او له دې ځايهورک شوي دي، او ځينې لا کوښښ کوي؛ په دوی دواړو کې بيا دوه نظريې چې يوه يې اسلامي او بله يې پر ضد وه، بيا بروز کړی دی، خو د دې ټولو سره په څنګ څنګ کې د جنګ غښتونکو يو نسل هم زېږېدلی او وده يې کړې ده.

جنګ غوښتونکی او متشدد نسل دا معنی نه، چې له يو اړخ څخه تشکيليده، بلکې هر لوري خپل متشددين درلودل، او هغوی بيا په جنګ او د وسلې په زور د مخالف طرف ايلول غوره بلل، که د بارزو دوه نظريو چې يوه يې اسلامي او بله يې پر ضد ده مثال واخلو، نو معنی چې د شوري اتحاد په وړاندې د جهاد په پير کې دا يوازې مجاهدين نه وو، چې جګړه يې غوښته بلکې واکمن ګوندونه چې کمونستي افکار يې درلودل، هم د جنګ جګړې پلوي وو، اصلاً وينه هم د هغه مهال ځواکمنو له منځه د غير اسلامي نظر درلودنکي اړخ تر ټولو دمخه وبهوله.

د افغانانو د بدمرغۍ تاريخ خو له ډير پخوا پيل شوی، خو له لومړۍ وينې تلېدو څخه شا او شپږ دېرش کاله تيريږي، او دا هغه کلونه دي چې د افغانستان يو نسل پکې زېږېدلی، لوی شوی او روزل شوی دی، او لکه چې مخکې مې اشاره کړه، له همدوی څخه جنګ خوښوونکی نسل جوړ شوی، دوی که وهم نه غواړي په لا شعوري توګه د جګړې پلوي کوي، خو بيا خپل فکر ته بل نوم ورکوي، او خپله مبارزه بر حقه بولي.

او دغه نسل د خپلو اسلافو په څير چې په لومړي تقسيم کې سره وويشل شول، دوی هم  سره ويشلي دي، دوی هم په افغانستان د هغوی په څير چې پخوا يې د يو بل پر ضد وسلې ته لاس کړی و، د يو بل د وينو تږي دي، هغوی هم چې تر شا يې نور ولاړ وو، د دوی تر شا هم نور ځواکونه او قوتونه شته، او سره جنګوي يې.

که د افغانانو منځني عمر ته وکتل شي، نو شپږ دېرش کاله د يو افغان لپاره له نيمايي څخه هم زيات عمر بللی شو، په دې موده کې د زده کړې، او فراغت څخه وروسته د مسلکي کېدلو، او عملي ژوند پيل کيږي، ډير څه تر لاسه کول او نژدې انسان د ژوند مقصد ته رسېدلای شي، خو په افغانستان کې بيا دغه چاره يا نه شته، يا ډېره کمه ده.

موخه مې دا ده چې د افغانستان د دې شپږ دېرشو کلونو کهول يا خو له لويه سره نه دی توانيدلی، چې يو معين هدف ته ځان ورسوي، د جنګونو او نا اراميو ښکار شوي، د کورنيو دوښمنيو او تربګنيو له کبله مهاجرت، تېښتې، او خفګانونو ته اړ شوي، زده کړې يې به نيمه کې پاتې شوي، کوم ارمان يې که په زړه کې راټوکېدلی، نو د يو نه يو علت له کبله تر سره شوی نه دی، که چا د ځان لپاره نصب العين ټاکلی ورته رسېدلی نه دی، د افغانانو ماشتومتوب هم ترې اخيستل شوی، د ځوان جوش او مستي يې هم داسې تېره شوې، چې هيڅ يې ورپام شوی نه دی، او په پاخه عمر کې هم د ډول ډول ستونزو سره مخ دي، او که داسې نه وي، هغه به ډير کم وي.

خو په دې ټول بهير کې چې يو څه په لا شعوري توګه د وروستي شپږ دېرش کلن تاريخ په ځوانانو کې پاييدلي هغه جنګ غوښتنه او جنګ خوښوونه ده، په ټولنه کې به هيڅوک داسې پيدا نه شي جې د جنګ فکر په سر کې نه پالي، البته بڼه به يې بدله وي، ځينې به پرې قانع وي، او ځينې نه، هر يو به همدغه خپله نظريه ښه او د جګړې وړ بولي، او بل به بيا بله، او د مقابل لوري سره پرې د سر ماتولو وړ.

که هماغه لومړنی تقسيم يې د عقيدې  پر بنسټ نه، بلکې د سياسي نظريې پر اساس وکړو، په دی معنی چې په افغانستان کې د موجوده ادارې د پلويانو او مخالفينو نومونه ورکړو، نو دواړو خواوو بالفعل وسله په اوږه ايښې او يو د بل په وژلو بوخت دي.

د افغانستان د اوسنۍ ادارې مخالفين خو معلومه خبره ده، چې په ښکاره د جګړې خبره کوي، هغوی د خپلې مبارزې لپاره شرعي دلايل لري، او د خپل پخواني حيثيت د اعادې دعوه داران دي، د هغوی په سياست کې د خبرو لپاره ډېره نرۍ لاره شته، او بايد وي هم، ځکه که هغوی هم په هماغه شان، خپله مبارزه وکړي، لکه چې نړۍ يې ورڅخه غوښتنه کوي، نو نه يوازې دا چې په نظام کې د دخيلو اړخونو سره به توپير ونه لري، بلکې د نظام د برخې هغو  په اصطلاح د مدني حرکتونو  په څير به دومره مسخره هم شي، چې بيا به د سر پورته کولو وخت او لاره ونه لري.

دغه اړخ پر جګړه د ټينګار کولو له امله ملامته هم دی، پړ هم دی، او د ناورين د زېږولو مسئول هم دی، خو د دغه فکر بوټی يوازې او يوازې د افغانستان د اوسني حکومت د ملاتړو په ذهن کې راشين او څانګې يې کړي، دا  چې نوره نړۍ کله د يو او کله د بل داعيه حقه وبولي، يوازې د دې لپاره چې بل شوی نغری همداسې ګرم وساتي، هغه نغری چې خس او خاشاک يې افغانان دي.

خو دا بل اړخ بيا چې ځان سوله ايز بولي، د جګړې په پلوۍ کې له هغو کم نه دي، چې په ښکاره يې مني هم، د دوی جګړه ايز ذهنيت بيا خطرناک له دې امله هم دی، چې ځان سولې ته ژمن هم بولي، او داسې څرګندوي، چې ګوندې دی خو هيڅکله د جګړې پلوې نه دی، او له لاسه يې يو (ميږی) هم نه دی وژل شوی، خو نور بيا په جګړه دومره ورتزوي، حتی يو مورچل هم خالي کېدو ته نه پريږدي.
د دې دوهم اړخ  جګړه ايز ذهنيت او د وينې بهولو شوق بيا د درې لسيزو اوږدې جګړې تبليغاتو او پريمانه يو اړخيز فعاليت له کبله دومره پټ شوی، چې اوس افغانان له يوې لسيزې په اوږدې جګړې، علتونو يې، حل لارو يې، او اړخونو يې سوچ نه کوي، بلکې اوس په هره ورځ تبصره کوي، په داسې حال کې چې پرون يې هيره وي، او په هره نوې پېښه نظر ورکوي، په داسې حال کې چې له هغې څخه مخکې پېښه يې له ياده وتې وي.

اوس چې د افغانستان وضعيت کومې مرحلې ته ننوځي، او هيله مندي زېږوي، همدغه د جنګ او ډزو ډوز پټ شوقيان بيا داسې کمپاين کوي چې حالات ښه لور ته نه، بلکې وبد لور ته لاړ شي، هغه په دې معنی چې د سولې پروسې ته د ماتېدو له کبله د مخالف وسله وال لوري په همدې ميلان هم دومره غليظ اعتراض کوي، چې مخالف لوري ته دا فکر ور اچوي: چې لا هغه صف ته ور داخل شوی نه يم، د دومره ناوړه غبرګون سره مخ يم، که ور داخل شم، نو کوم برخليک به مې انتظار کوي؟ او همدلته مخالف خپل مخالفت ته لا پسې زور ورکوي.

بل پلو بيا د حکومتي ادارې پر تنازل او زغم تر دې حده غير معقولې تبصرې کوي، چې حکومت په خپل دريځ شکمنوي، ګويا دې لوري ته هم دا ورتلقينوي: چې ته د يو حکومت په څير ولې، زور ونه ښيې، او ولې د زور له لارې خپله اغايي ثابته نه کړې، دا هغه نقطه ده، که کوم د پرېکړې څښتن غوږ ته د جنګ د دې شوقيانو يا د جنګ اور ته د لمن وهونکو د دې ګومارل شويو څيرو غږ ورسيږي، نو هغه په خپله مورچل کې ګونډه وهي، او وينه په وينه ګټي.

که چرته په دواړو اړخونو کې له حالاتو باخبره شخصيتونه نه وای، نو دې جنګ غوښتونکي نسل به دغه دواړه خواوې سربېره پر دې چې پردي جنګونه په خپله خاوره کې سره په خپلو منځو کې ګټي او بايلي، افغانستان په دومره نورو دوښمنيو هم اړولي وای، چې اوس به امريکا پر ځای د دې چې په افغانستان کې يې پوځي مرکزونه جوړول، زموږ د نوي هيواد پولې به يې راته ټاکلې، او د اوسنۍ جګړې دواړه خواوې به ورته ځکه ګډېدلې، چې د جګړې د شوقيانو د فکر عملي کولو به داسې شرونه زيږولي وای چې اوسني شر به پناه ځينې غوښته.

نو زما په باور اوس که د هر لوستي او نالوستي، لږ کم عمر، منځني، او پاخه عمر، نارينه يا ښځينه فکر ژور مطالعه کړای شي، نو د جنګ څرک به پکې ومومو، حتی د هغو په ذهن کې هم چې ځانونه ډير مترقي، متمدن، او د نوي عصر بچپان بولي، او که څوک يې نه باوروي، نو د فيس بک پر مخ د افغانانو هغه پوسټونه، ليکنې، او تبصرې دې وګوري، چې په خپلو منځو کې د يو بل حيا، ناموس، مذهب، کلتور، عنعنات او روايات څومره تر پښو لاندې کوي؟

څومره يو د بل پر مرګونو خوشحاليږي، هغه چې ځان سوله پلوی، او له جنګه نفرت کوونکی بولي، د مقابل لوري وينې ته په کوم نظر ګوري؟

او دغه د جنګ شوقيان بيا دومره سپين سترګي شوي، چې هيڅکله يې هم د خپلې حيا د ساتنې په موخه د بل له سپکاوي لاس وانه اخيست.

محمد اسماعيل عندليب
2014-11-13

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x