دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې-۵

عبدالغفار جبیر

حجاب په اسلام کی

حجاب داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دمبارکوبيبيانو(دمسلمانانودميندو) څخه پیل شو، دحجاب ترټولولومړی حکم په (5) هجری قمري کال کی نازل شو، داهغه وخت ووچی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمسلمانانودموربې بی زینب رضي الله عنهاسره نکاح وکړل؛ اوحکم داسی وشوچی مومنان بایددخوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وکورته بې له اجازې داخل نشی۔

چی په دې ترڅ کی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دټولوبیبیانوپردروازوباندی پردې وځړولې، اودټولوغیرمحرموراتګ بندکړل شو، اوپه یوه روایت کی داسی راغلی دی چی نبی کریم صلی الله علیه دحضرت بې بې عایشې رضی الله عنهاداکازوی طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه دبې بې عایشې رضی الله عنهاسره ملاقات بندکړ۔۔۔

له دې څخه داجوته شوه چی دپردې حکم دلومړی ځل لپاره دمسلمانانوومیندوته وشوچی اوس ئې حکم وټول امت مسلمه ته دی، اواُمت مسلمه لوڼې بایدحجاخپل شعاروګرځوی۔

داسلام څخه مخکی هم حجاب ډېرارزښت درلودی، دهجرت د (3) کال څخه مخکی یویهودی چی دبنی قینقاع دیهودوڅخه دمدېنې منورې څخه په څه واټن باندی پخپل زرګرۍ(دزرو په پلورنځې) کی ناست وو، چی یوه ښځه تېرېدله اومخ ئې پټ وو، دې یهودې ډېرورته وویل چی مخ لوڅ کی، اواخرئې په یوچم سره دهغې حجاب ایستی کی؛ هغې چیغې کړې، اونارې ئې دمدېنې منورې په ښارکی یومسلمان واورېدې، چی هغه راغی اوددې یهودې کارئې وکی، نوریهودراغلل اودامسلمان ئې شهیدکړ، داخبرونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ورسېدې؛ څوسوه یهودراغلل اونبی کریم صلی الله علیه وسلم ئې محاصره کړ، نبی کریم صلی

 الله علیه وسلم هغه یهودی مړنکړ اوهغه دده ټول سامان ئې دغنیمت په توګه ووېشی اوڅه وخت وروسته دایهودې وشام ته ولاړی اوډېرژرهغه هلته مړشو، چی داکیسه مکلمله په (سیرة ابن هشام، تاریخ کامل ابن اثیر) کی راغلی ده۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x