افغانستان

فاریاب: د سرحدي پولیسو یو تن عسکر دوه بهرني سرتیري په ډزو ووژل

ANA_Afghanistan_Trainingنن ټکی آسیا: نن سهار د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د تن افغان پولیس پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړې او دوه تنه یې ځای پر ځای ووژل.

د فاریاب څخه ځیني معتبرو سرچینو ویلي چې دا پېښه د فاریاب په مرکز میمنه کې په یو عسکري مرکز کې دننه را منځته سوه.. او برید کوونکي افغان سرتیری د موټر سایکل په ذریعه په تیښتي بریالی سو.

تر اوسه دا سمه جوته سوې نه ده چې دغه بهرنیان د کوم هیواد دی، ځکه چې په میمنه کې د ناروې هیواد ځواکونه میشت دي.

د دغه عسکر په اړه ویل شوي چې د سرحدي پولیسو کې شامل وو، او دنده یې د سرحدي پولیسو د غټو افسرانو ساتنه وه.

تر اوسه ددې پیښي په اړه په کابل کې د بهرنیانو مطبوعاتي دفتر څه نه دي ویلي.

مګر په یوه خبر پاڼه کې چې نن یې خپره کړې ویلي چې ددوی یو تن عسکر د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x