د طالبانو له هدفي بريدونو څخه د خلاصون اسانه لار

قاري محمد یونس

د ليکني د عنوان په ليدلو به کيداي سي د کابل رژيم ډېرو چارواکو ته دا تلوسه ور پيدا سوې وي، چي ګوندي داسي تخنيکي – استخباراتي طريقه په دې ليکنه کي ښودل سوې وي، چي په مرسته يې د طالبانو له وژونکو بريدونو څخه ځان وژغورو؛ خو د  دوی د طمعي خلاف دلته داسي طريقه نه ښودل کېږي ، ځکه هر ډول امنيتي تدابير ، استخباراتي هڅي او تخنيکي وسايل ددې جوګه نه سول، چي لوړ پوړي او عادي چارواکي د طالبانو له سرتېرو او غلچکي بريدونو څخه وساتي ، په تېرو څو ورځو کي د طالبانو چريکي او فدايي سرتېرو په کندهار کي مرستيال والي او په کابل کي د امنيه قوماندان ددفتر رئيس ووژل ، چريکي طالب لکه پېری د پوهنتون په انګړ کي يو دم ښکاره سو او د مرستيال والي د ګارډ او د پوهنتون د امنيتي کسانو په حضور کي يې د والي مرستيال پر سر وويشت او چي بيداره پوليس خبرېدل ؛ دی بيا له پوهنتونه وتلی وو، همدا ډول فدايي طالب د کابل قوماندانۍ د ټولو امنيتي کېمرو په مخ کي له چاودېدونکو توکو سره يو ځاي د قوماندان دفتر ولاړ او هلته يې د بهرنيانو په ګډون ګڼ شمېر امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله واړول، چي يوازي د دفتر د آمر وژنه او د څو تنو مجهولو کسانو ټپي کېدل يې رسنيز سول .

په پورته ذکر شويو مثالي پېښو کي دا جوته سوه ، چي د لوړي او کښتي سويې امنيتي تدابير په هيڅ ډول د طالبانو له هدفي بريدونو څخه د خلاصون لاره نه ده او زه پردې سل په سلو کي ډاډه يم چي زما له دغه نظر سره به د کابل رژيم چارواکي هم سر وښوروي ؛ نو چي داسي ده آخر هغه کومه لاره ده چي د طالبانو له وژونکو بريدونو د خلاصون تضمين ورکولای سي ؟

زما د کابل رژيم د چارواکو پر حال واقعاً ډېر زړه سوزي ، ځيني غريبان يې تر لېونتونه رسېدلي ، له هغوي لار ورکه ده چي څه ډول خپل ځان له مرګه وساتو ؟ په لوګر کي چي ماما د خپل خوريي په سرتيري بريد کي وژل سوی اوس د جنرال عبدالرازق په شان ډېر چارواکي د خپلي کورنۍ غړي د ورځي څو واري تلاښي کوي ، پر هيچا اعتبار نلري !!!

خو افسوس ! او بيا هم افسوس !!!

چارواکي لکه چي د طالبانو د جلب او جذب له کمېسيونه نه دي خبر !

هغه راپورونه لکه چي نه لولي چي هره مياشت د سلګونو دولتي کسانو له تسليمۍ څخه خبرورکوي ! ؟

زما مخي ته همدا اوس هغه دوې پاڼي پرتې دي چي د طالبانو نوموړي کمېسيون په عمومي او خصوصي ډول د کابل رژيم اړوند کسان پر کور کښېنستو ته پکي دعوت کړي او هغوي يې د اسلامي اصولو په رڼا کي دې ته هڅولي تر څو د مزدور ادارې له ليکو را جلا سي او خپلي راتلونکي ته پام وکړي .

Taliban-dawat-2

د هغو پاڼو بېلګه چې طالبان یې له دوی سره یو ځای کېدونکو چارواکو او حکومتي منسوبینو ته سپاري.

هغه طريقه چي له هر ډول بريدونو څخه د خلاصون تضمين ورکولاي سي :

طالبان د خپلي ثابتي او باوري پاليسۍ له مخي ټول هغه کسان چي له کابل رژيمه را جلاسي ؛ خپل دوستان بولي او هيڅکله هغوي ته د ضرر رسولو تکل نلري ، تر اوسه چي کوم کسان له دغه بهير سره يو ځاي سوي هوسا او ډاډه ژوند لري ، خپلو بچيانو ته له پاک کسب څخه حلاله روزي برابروي او نور ددې فکر نه کوي چي طالبان به مي ووژني ، د ژمي په رارسېدو سره چي طالبان د ولسواليو پر ځاي  د خپلو عملياتو تمرکز پر ښارونو کوي ؛ کيداي نور د کښتي او لوړي رتبې مامورين هم په نښه سي نو د طالبانو له دغه نرم چلنده او عمومي عفوي هغه څوک استفاده کولاي سي چي د طالبانو له بريدونو د خلاصون واقعي فکر يي په دماغ کي وي او نور د خيالي امنيتي پروګرامونو او بې معنی تدابيرو پر ځاي هوښياره او پر ځاي فيصله وکړي .

د خواخوږۍ له مخي هغي دوې پاڼي هم شريکول غواړم چي طالبانو خپرې کړيوې .

د هغو پاڼو بېلګه چې طالبان یې له دوی سره یو ځای کېدونکو چارواکو او حکومتي منسوبینو ته سپاري.

د هغو پاڼو بېلګه چې طالبان یې له دوی سره یو ځای کېدونکو چارواکو او حکومتي منسوبینو ته سپاري.

———

پاملرنه: پورته لیکنه او په نن ټکی آسیا کې دسیاسي لیکنو او کالمونو په برخه کې ټولي لیکني د لیکوالو شخصي نظرونه دي، چې د نن ټکی آسیا ادارې توافق په هیڅ توګه ورسره اړین نه دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د