افغانستان

پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه تجارت ۵ میلیارده ډالرو ته لوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان مالیې وزیر عمر زاخیلوال او د پاکستان د مالیی وزیر اسحاق ډار نن په یوه لیدنه کې دې موافقې ته رسیدلي چې دواړه لوري به په راتلونکو دوو او دریو کلونو کې خپل تر منځ اقتصادي اړیکي پیاوړې کړي او د تجارت کچه به ۵ میلیاده ډالرو ته پورته کوي.

د پاکستان د ملي راډیو د خبر سره سم دواړو لورو په دې اتفاق وکړ چې د ۲.۵ ملیارده ډالرو تجارتي تبادله به په راتلونکو ۳ کلونو کې ۵ ملیارده ډالرو ته پورته شي.

د خبر سره سم دواړو لورو په دې خبره هم موافقه کړې او خپل نظرونه یې سره تبادله کړي چې څرنګه کولای شي چې تجارتي اړیکي لا ګړندۍ کړي.

دپاکستان ماليي وزیر اسحاق ډار وویل چې هغه افغاني پروژې چې د پاکستاني شرکتونو په ذمه دي، هغه به ډیر ژر پوره شي، ځکه چې د افغانستان سره په دې اړه ټول خنډونه له منځه وړل شوی دي.

د افغانستان مالیې وزارت سرپرست وزیر عمر زاخیلوال په دې مناسبت ویلي چې د افغانستان نوی قیادت د پاکستان سره خپلي تجارتي اړیکي پياوړي کول غواړي، او په مختلفو برخو کې ددغه هیواد مرستو ته سترګې په لار دي.

زاخیلوال د پاکستان د تجارت د وزیر خرم دستګیر، او د پټرولو او خامو نفتو وزیر جام جمال خان سره هم لیدلي.

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت ولسمشر د یو لوړپوړي پلاوي سره نن پاکستان ته ولاړ.

اشرف غني به په دغه سفر کې د پاکستان لوړپوړو مشرانو سره وګوري او یو شمېر موافقه به هم لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x