افغانستان

شپنیو عملیاتو په اړه د ارګ او دفاع وزارت ترمنځ همغږي نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل: پرون ورځ له ارګ ولسمشریزې ماڼۍ څخه رسنیو ته یوه خبر پاڼه لیږل شوې وه چې له مخې یې په هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د شپینیو عملیاتو د بیا پیلولو خبر ناسم بللی وه.

د شپینیو عملیاتو دبیا پیلیدو د رد په اړه د ارګ خبر پاڼه په داسې حال کې رسنيوته رسيږي چې تر هغه له مخه ورته دیادو عملیاتو په اړه د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي ورته ویلي وه چې دفاع وزارت غواړي د شپې عملیات له سره پیل او په دې برخه کې هغه لګول شوي محدودیتونه لرې کړي كوم چې په تیرحکومت کې پرې لګیدلي وو.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي په خپلو څرګندونو کې داهم ويلي وه چې شپني عملیات به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره کېږي اونړېوال ځواکونه به یې په هوايي او استخباراتي برخه کې ملاتړ کوي.

د وسله والو طالبانو پرخلاف دګډو ځواکونو د شپینیو عملیاتو تړون د ۲۰۱۲کال د اپریل د میاشتې په پیل کې د پخواني دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ او بهرنیو ځواکونو د مشرجنرال آلن ترمنځ لاسلیک شو.

دغه عملیات چې تراوسه ورکې په سلګونو ولسي وګړي وژل شوي او یوزیات شمیر نور یې بهرنیو ځواکونو په خپلو غیر قانوني محبسونوکې له ځان سره ساتلي د عامو افغانانو له مخالفت او کرکې سره مخ شوي او پخواني ولسمشرحامدکرزي یې له بهرنیو ځواکونو څخه دتوقف غوښتنه کوله چې له امله یې په ځینو مواردوکې کمی راغی.

اوس چې بیا د کابل په شمول د هیواد په بیلابیلو برخوکې د وسله والو طالبانو فعالیتونو زوراخیستی د دفاع وزارت چارواکو له رسنیو سره په څرګندونوکې ویلي چې دوی غواړي د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره شپني عملیات بیرته پیل او محدودیتونه ترې لیري کړي

د دفاع وزارت د رسمي چارواکو د دغوڅرګندونوپه مقابل کې چې د هیواد زیاترو غږیږو او چاپي رسنیو خپله د هغوي په حواله خپرې کړې د ارګ غبرګون او تردید د دې شکارندوینه کوي چې د یادو عملیاتو په اړه د ارګ او دفاع وزارت ترمنځ همغږي نشته ؛ځکه ارګ په هغې اعلامیې کې چې په دې اړه یې رسنیو ته لیږلې په صراحت سره ویلي چې(( د افغان امنیتي ځواکونو له قوله دا خبر چې له بهرنیو ځواکونو سره د شپې عملیاتو ته اجازه ورکړای شوې یا به ورکړای شي، کاملاً بې اساسه دی))

ارګ په داسې حال کې دهیواد د امنیتي ځواکونو لخوا د شپنیو عملیاتو له سره پیلول ردوي چې د دغو ځواکونو د ویاندڅرګندونې اوس هم دځینو رسنیو په سرلیکونو کې شته دي .

خبري رسنۍ کله هم نشوای کولای چې په خپلسري ډول د چارواکو د فعالیتونو خبرې نشر او یا د هغوی مسؤلیت پر غاړه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x