نظــر

افغانستان د پاکستان دوست کېدای شي؟

رحیم‌الله یوسفزی
پاکستانی خبریال
ژباړن: احمدالله احمدزی

نوی افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني غواړي پاکستان سره د افغانستان اړيکې په نوې بڼه جوړې کړي، مګر دا کار به وخت ونيسي؛ ځکه چې تر اوسه د شريک حکومت کابينه هم نه ده جوړه شوې او د اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالله پخوانی مشر احمدشاه مسعود پاکستان سره ډېر اختلافات درلودل او تر اوسه د پاکستان په اړه د عبدالله کړنلاره نه ده روښانه.

پاکستان په تېره لنډه موده کې هڅه کړې، چې پخوانۍ شمال ټلوالې سره خپلې اړيکې ورغوي او غواړي، چې د پاکستان او پخوانۍ شمالي ټلوالې تر منځ بدګومانۍ او دښمنۍ ته د پای ټکی کيږدي، مګر دا کار تر اوسه داسې اسانه هم نه بريښي؛ ځکه چې افغان حکومت له پخوا پر پاکستان د طالبانو د همکارۍ تور لګوي او د پاکستان سياسي او نظامي چارواکي بيا افغانستان کې د پلوڅ بيلتون‌پالو او پاکستاني طالبانو د خوندي ځايونو او د هند د فعاليتونو باره کې ګيلې او شيکايتونه لري.

د پاکستان په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي پاليسي کې هيڅ تغيير نه دی راغلی، مګر نوی ولسمشر اشرف غني پر پاکستان له نيوکو او اعتراضونو ځان غلی کړی دی. اشرف غني غواړي، چې د چين په مرسته پاکستان سره ښې اړيکې ولري او چينايي پانګوال افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال وعده کړې وه، چې له بريا وروسته به عمرې ته ځي او خپله وعده يې پوره کړه او د سعودي له سفره وروسته نوموړی چين ته په يو مهم سفر ولاړ.

پاکستان هم غواړي، چې د افغانستان نوي حکومت سره د دوستانه اړيکو نوی باب پرانيزي او تېر ديارلس کلن تاوتريخوالي ته د پای ټکی کيږدي.
کرزي په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل، چې افغانستان کې د امنيت او ښو اړيکو په موخه يې پاکستان ته ۲۲ سفرونه کړي، مګر دغه سفرونه يې بې ګټې و.
کرزي په خپلو خبرو او څرګندونو کې دا نه ويل، چې ده څو څو ځله خپله ډيپلوماسي د رسنيو له لارې اعلان کړې او پر پاکستان يې د نيوکو او اعتراضونو هيڅ حقيقي او فرضي چانس له لاسه نه دی ورکړی او د دې تر څنګ کرزي د تېرو ديالسو کالو په ترڅ کې هيڅ په خپلو تېروتنو او کمزوريو اعتراف نه دی کړی او ټوله پړه يې پر پاکستان اچولې ده.

غني نن د پاکستان په سفر راځي او د رسنيو له قوله اشرف غني غواړي، چې پاکستان ته يو ګټور او مثمر سفر ولري او له سفره مخکې يې پر پاکستان دا خبره يقيني کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ رښتينې همکاري او اړيکې پيلوي او د لومړي سفر په ترڅ کې غواړي، د پاکستان رښتینولي وارزوي.
اشرف غني پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې هند سره د اړيکو په اړه د پاکستان حساسيت او افغانستان کې د پاکستان مخالف پاکستاني طالبانو موجوديت د پاکستان انديښنې په پام کې لري.

پاکستان ته د اشرف غني سفر به د پاکستان مرسته او همکاري ورخپله کړي، مګر له سفر مخکې شرطونو کيښودل به شايد د اشرف غني موخو ترسره کولو کې خنډ راپيدا کړي.

واک ته له رسېدو وروسته هند او پاکستان دواړو اشرف غني ته د ورتګ بلنه ورکړه، مګر افغانستان د امنيت او سولې په اړه د پاکستان رول ته په کتو اشرف غنی خپل لومړی سفر پاکستان ته کوي.

افغانستان د پاکستان او هند د سياليو مرکز دی او د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو يو بل پسې کابل ته سفرونه وکړل او اشرف غني ته يې د ورتګ بلنه ورکړه.
لومړی د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز کابل ته ولاړ او په سبا يې د هند استخباراتو پخوانی مشر، چې اوس د ملي امنيت سلاکار دی کابل ته ولاړ او اشرف غني ته يې د ورتګ بلنه ورکړه.

له هغې وروسته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف کابل ته ولاړ او افغان حکومت ته يې وړانديز وکړ، چې دوی د افغان ملي اردو افسرانو ته پاکستان د روزنې لپاره تيار دي.

له راحيل شريف وړاندې د پوځ پخواني مشر جنرال پروېز اشفاق کياني هم کرزي ته ورته وړانديز کړی و، مګر کرزي نه وه منلې او ويلي يې و، چې تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري وي، د پاکستان دا وړانديز به ونه مني.

جنرال راحيل شريف همدا رنګه وړانديز کړی، چې افغان ملي اردو ته به هر ډول نظامي مرستې او وسلې ورکړي.

د پاکستان پخوانيو لومړي وزيرانو تل هڅه کړې، چې کرزی دې ته راضي کړي، چې افغان ملي اردو دې د پاکستاني پوځ په لاس پاکستان کې وروزل شي او پاکستان تياری ښوولی و، چې افغانستان سره دوه اړخيزه ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، مګر کرزي د پاکستان دغه ټول وړانديزونه رد کړي دي.

پاکستان انديښمن دی، چې هند کې د افغان ملي اردو د افسرانو روزنه به د هغو په ذهن ناوړه اغېزې وکړي او د پاکستان لپاره به د دښمنۍ ذهنيت ورکړل شي.
افغان چارواکي وايي، چې د دوی افسران نه غواړي، چې پاکستان ته د روزنې لپاره ولاړ شي؛ ځکه چې افغانستان کې د پاکستان پر ضد د کرکې او نفرت جذبات ډېر زيات دي، مګر افغان چارواکو پاکستان ته داسې ځواب ورکړی، چې دا به د دوی د اردو پر نظم او ډيسيپلين ناوړه اغېز ولري، چې خپل عسکر پردي هېواد ته د روزنې لپاره ولېږي.

داسې ښکاري، چې اشرف غني به د پاکستان دې غوښتنو ته د ځواب ويلو پر ځای د خپل سفر منفي او مثبت لوريو ارزولو ته توجه وکړي او د خپلو وړانديزونو په اړه د پاکستان دريځ ته په تمه دی او له هغې وروسته به پرېکړه کوي، چې پاکستان ته د ملي اردو افسران د روزنې لپاره ولېږي که نه.
کابل ته د جنرال راحيل شريف د سفر پر مهال نوموړي له افغان ولسمشر سره په دې سلا وکړه، چې پاکستان او افغانستان د ګډ تروريزم ښکار دي او دوی بايد په ګډه د شريک دښمن پر ضد و جنګيږي، مګر دا به وروسته روښانه شي، چې دواړه هېوادونه خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اغوستی شي کنه؟
دا يو تصادف دی، چې د دواړو هېوادونو د استخباراتو مشران په دې سخت وخت نوي راځي او د پام وړ ځای پکې دا دی، چې په تېرو وختونو کې د دواړو لوريو اړيکې ډېرې خوندورې نه وې.

د پاکستان د ای ايس ای نوي مشر جنرال رضوان اختر د نومبر په اتمه پر خپل کار پيل کړی او د افغانستان د ملي امنيت ريس به هم په دې ورځو کې نوی ټاکل کيږي او د کرزي پر لاس ټاکل شوی د ملي امنيت ريس رحمت الله نبيل به خپله دنده پريږدي.

په تېرو ديارلسو کالو کې د دواړو هېوادونو استخباراتو پر يو بل د وراني او لاسوهنې تورونه لګولي او اوس به دا معلوميږي، چې د څارګرو ادارو مشران راتلونکې لپاره څه پلان لري او پاکستان او افغانستان په اړيکو څه اغېز لرلی شي.

نوې خبره دا ده، چې د پاکستان او افغانستان د اړيکو په اړه د چين زياتېدونکی اغېزمن رول ډېر مهم دی. اشرف غني هيله من دی، چې د چين په مرسته به د چين قوي او نژدې ملګری پاکستان دې ته وهڅوي، چې د افغانستان په امنيت کې رغنده رول ولوبوي او چين هم خپله دلچسپي ښوولې، چې د افغانستان سولې او امنيت په اړه خپل رول ادا کولو لپاره تيار دی.

څو مياشتې وړاندې چين افغانستان لپاره خپل نوی استازی وټاکه، چې د ناټو له وتلو مخکې او وروسته د افغانستان حالات وڅاري او تمرکز پرې وکړي.
وړمه ورځ د پاکستان لومړی وزير ميانوازشريف چين ته تللی و او د راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان په سوله او امنيت خبرې اترې کړي دي.

چين او پاکستان په دې سلا شوي، افغان طالبان سولې ته اماده کړي او له جګړې يې راوګرځوي، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې چين او پاکستان به په دې هڅو کې بريالي شي کنه او امريکا د پاکستان او چين رول ته په کومه سترګه ګوري.

اوس خو د اشرف غني د واکمنۍ لومړۍ ورځې دي، مګر نوموړي بيا بيا دا خبره کړې، چې خبرو اترو او سولې پرته افغانستان کې امنيت نه شي راتلی او د پاکستان او چين په ګډون له ګردې نړۍ يې په دې اړه د مرستو او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x