د هرات ښار ته نیژدې د تیلو په یوه لویه ذخیره کې اور لګیدلی
نن ټکی آسیا: د هرات ښار ته نیژدې د تیلو په یوه لویه ذخیره کې اور لګیدلی.
د تفصیلاتو سره سم نن د هرات ښار لویدیځ خواته په پنځه کیلو متری کې د تیلو یوه لویه ذخیره چې د عبد الرحیم مدهوش په نامه سره یادیږی، اور لګیدلی، چې له امله یې لږ تر لږه 2 تنه مړه او یو بل زخمي سوی دی.
ویل کیږی چې یاده شوې ذخیره د پنځه سوه ټنه تیلو ظرفیت لری، چې د ایران څخه ورته تېل راځی او بیا د هیواد ګوټ ګوټ ته استول کیږی.
د اور لګیدني له وجي د هرات ښار لویدیځه خوا کې فضا توري لوخړي او ګرد نیولې ده.
په سیمه کې ځیني عیني شاهدان وايي چې کیدای سی دغه اور د ذخیري سره نیژدې د ویلډنګ له وجي لګیدلی وی، مګر د حزب اسلام یو تن ویاند ولي الله د رسینو سره په تلیفوني تماس کی ویلي چې نن ماسپښین په سیمه ایز وخت 3 بجو په شا او خوا کې د حزب اسلامي پلویانو د تیلو پر دغه ذخیره باندي په توغندی برید وکړ، چې له کبله یې ذخیري اور واخیست او په بشپړه له منځه ولاړه.