ورزش

افغان ۱۹ کلنو لوبډله نیپال لوبډله هم له مخې لرې کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): نن د اسیا پریمیر لیگ یوولسمه لوبه د افغانستان او نیپال لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې افغانستان د نیپال لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. افغان توپ اچونکو نیپالي لوبغاړو ته د منډو جوړولو چانس ورنکړه او ټوله لوبډله يي په ۱۳۴ منډو وسوځوله.

نیپال لپاره کرکي ۲۳ او رجال ۲۱ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

دغه لوبیا کې راشد خان د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړو سوځولو سره غوره توپ اچونه وکړه. شاهد الله او ضیاء الرحمن دوه دوه او طارق ستانکزی یوه ویکټه واخیسته.

افغان لوبډله ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه. نننۍ لوبه کې شاهد الله ۵۲ او شوکت زمان ۲۷ منډې جوړې کړې.

د نیپال لپاره تمنگ ۲ ویکټې اخستلو سره غوره توپ اچونکی ثابت شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x