افغانستان

بګرام کې پر ناټو ځواکونو سرتیری برید شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید شوې دی.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي د سرتیري برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې ۲ بجې له غرمې وروسته په بهرنیو عسکرو په سینزي سیمه کې د ناټو ځواکونو پر پیاده عسکرو سرتیری برید شوې.

نوموړی زیاتوي چې په برید کې د ناټو ۳ عسکر ټپيان شوي او ملکي وګړو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو ددغه سرتیري برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې برید يې د یادې ولسوالۍ په سنزیو سیمه کې په پیاده راټولو شوو امریکايي ځواکونو کړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دوی ملګري (هیبت الله د کاپيسا د الاسیای ولسوالۍ اوسیدونکي) د موټر سایکل پر مټ ترسره کړ.

مجاهد زیاتوي چې په دغه سرتیري برید کې ګڼو پیاده امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

«له برید څخه وروسته دښمن سخت وارخطا شو، سیمه يې ټينګه محاصره کړه او د خپلو مړو په راټولیدو او انتقال بوخت شول.»

له پرون راهیسې دا درېیم سرتیری برید دی چې پر بهرنیو ځواکونو کیږي. پرون د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په امریکايي ځواکونو دوه جلا سرتیري بریدونه وشول چې د طالبانو او ځايي خلکو پر وینا درنه مرګ ژوبله یې لرله. په دغو دوه سرتیرو بریدونو کې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ۱۸ بهرني عسکر ووژل شول.

د نن ټکي اسیا له لوري خپاره شوي انځورونو کې هم لیدل کیږي چې ټانګ ټوټه شوې او له ورایه ترې څرګندیږي چې په کې ناست عسکر وژل شوي.

مجاهد وايي چې بهرني ځواکونه کوښښ کوي څو داسې بریدونه په رسینو کې انعکاس ونه مومي ځکه دوی «خپل ولس ته لافې» وهلي چې په افغانستان کې يې جګړه په «مسوولیت سره پای ته رسولې او نور خیرخیرت ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x