افغانستان

حامد کرزى: د امریکا ګونګرس باید د قرآن کریم سوځول وغندي

jalal_abad_muzahira_2011-4-2ولسمشر حامد کرزي ټولو امنيتي ارګانونو او چارواکيو ته لارښوونه وکړه، چې د لاريونونو پرمهال دې ټينګ امنيتي تدابير ونيسي، څو عامو وګړيو ته مالي او ځاني تاوان ونه رسېږي.

د ولسمشرۍ د ويندوى له دفتر څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزي دغه څرګندونې نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملي ا منيت د شورا په غونډه کې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په ياده غونډه کې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير کارل ايکن بيري، په هېواد کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډيويډ پټرايس، د ناټو ملکي استازى مارک سيډول او يو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو چارواکيو برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې ولسمشر کرزي له امريکا څخه وغوښتل، چې د فلوريډا ايالت د هغې کليسا پادري د قانون منګولو ته وسپاري، چې قران کريم يې سوځولى دى.

خبرپاڼه کاږي، حامد کرزي دغه راز په دې ناسته کې د امريکا د سنا او کانګرس له دواړو مجلسونو غوښتي، چې دغه ناوړه عمل په کلکو الفا‌ظو سره وغندي، په دې اړه دې خپل دريځ څرګند کړي او په راتلونکي کې دې د دا ډول پېښو مخنيوى وکړي.

د امريکا سفير، د ناټو ځواکونو لوى قوماندان او د دغه سازمان ملکي استازي د ولسمشر کرزي دريځ پرځاى وباله او د دغه ناوړه عمل غندنه يې وکړه.

سفير کارل ايکن بيري وويل: ((د امريکا د يوې کليسا د پادري له خوا د قران کريم سوځول، نه يواځې د مسلمانانو لپاره سپکاوی دی، بلکې د ټولو مذهبونو د پيروانو لپاره سپکاوی ګڼل کېږي.))

يادو شويو امريکايي چارواکيو د ياد شوي عمل د غندنې ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې په دې اړه به د افغانستان د ولسمشر او خلکو اندېښنې د امريکا دولت او خلکو ته ورسوي.

په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ترسره شوې غونډه کې د امريکا سفير د يادې پېښې په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا هغه خبرپاڼه ولوسته، چې تېره ورځ د سپنې ماڼۍ له خوا خپره شوې ده.

اوباما ويلي دي: ((د امريکايي پادري له خوا د قران کريم سوځېدل د تحمل وړ نه دي، د دا ډول کړنو د ترسره کېدو پرځای بايد د اديانو ترمنځ د نږدېوالي او تفاهم لپاره کار ترسره شي.))

خبرپاڼې د ولسمشر کرزي له خولې ليکلي: ((د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو له مخې، افغانان حق لري چې د دا ډول ناوړه کړنو د غندلو لپاره سوله ييز لاريونونه ترسره کړي، خو په لاريونونو کې بايد په  داسې کړنو لاس پورې نه کړي، چې عامه ملکيتونو او خلکو ته په کې د سر او مال تاوان ورسېږي.))

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په امريکا کې د قران کريم د سوځونې پر غبرګون لاريونونه پيل شوي، چې په مزار او کندهار ښار کې دغه لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شو.

د خپرو شويو خبرونو له مخې، تر اوسه په يادو ښارونو کې د تاوتريخوالي له امله ٣٠ تنه وژل شوي او له ١٣٠ زيات ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x