خبرونهنړۍ

ابوبکر البغدادي: ډیر ژر به سعودي ته زمونږ لښکرې ورسېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت مشر ویلي چې د «صلیبیانو» بریدونو دوی په خپل مرام، تګلارې او اهدافو لا ټینګ کړي.

ابو بکر البغدادي په یو تازه غږیز پیغام کې امریکا او ایتلافي هیوادونه کمزوري، ناکام او ډارن بللي او ویلي يې دي:

«د امریکا او ایتلافي هیوادونو ویره او عاجزي له دې څخه ښه معلومیږي چې تر هغه یې د برید جرئت نه كاوه تر څو یې د اسلامي هیوادونو مزدور او غلام واکمنان له ځان سره ملګري کړل».

البغدادي له امریکا سره د عربي هیوادونو پوځي مرسته او همکاري بې اثره ګڼي او زیاتوي چې یوازې د رسنیزو تبلیغاتو استفاده ترې اخیستل کیږي:

«امریکا او ملګري يې په دې برید کې د خلیج هیوادونو هغو تاریخ تېرو جنګي الوتکو ته هیڅ قسم اړتیا نه لري کومې چې د دوی پوځیانو یو ځل استعمال کړي او بیا یې خلیجي هیوادونو ته ورکړي دي، همدا راز امریکا په دې جګړه کې د خلیج نرښځکو پیلوټانو ته هم هیڅ ضرورت نه لري، خو اصلا په صلیبي جګړه کې د دوی ګډون تنها او تنها د رسنیزې او مطبوعاتي ډرامې شکل لري».

د اسلامي دولت یا داعش مشر وايي چې د عربي هیوادونو له ځان سره د درولو هدف دا و چې امریکا د دوی د درباري ملایانو څخه د ځان په ګټه فتواګانې استخراج کړي، او په وینا یې له دې څخه علاوه یې نور د عربي هیوادونو ناڅیزو مرستو ته هیڅ اړتیا نه درلوده. نوموړی زیاتوي:

«صلیبیانو د درباري ملایانو هغو فتواګانو ته ضرورت درلود چې دا جنګ یو غیر صلیبي جنګ معرفي کړي او داسې وښيي چې ګویا جنګیالي يې مجاهدین نه بلکې خوارج او مفسدین دي، تر څو له دغو فتواګانو څخه د خلافت پر ضد او له مجاهدینو سره د مسلمانانو د محبوبیت او مرستو په مخنیوي کې کار واخلي».

ابو بكر البغدادي وايي چې یهود په دې جګړه کې په پټه اشتراک کوي خو د مسلمانانو له ویرې ډاګیز اعلان نه شي کولای.

نوموړی په هوايي بریدونو د امریکا او موتلفینو اتکا او له ځمکنۍ جګړې څخه ډډه د هغوی د ضعف او کمزورۍ دلیل ګڼي.

البغدادي زیاتوي چې یهودو او صلیبیانو د نیابتي جنګ له لارې د خلافت مخه ونه شوه نیولای، نو مجبور شول چې پخپله د جګړې لپاره راودانګي. دی وايي:

«یهودو او صلیبیانو د اسلامي دولت په مرکزونو باندې د هوايي بمبارۍ پلانونه جوړ کړل خو د الله په مرسته له ناکامۍ سره مخامخ شول. له همدې کبله ژر دی چې مخامخ جګړې ته به مجبور شي او خپل اجل نیولي عسکر به د جګړې په میدان کې پیاده کړي».

د اسلامي دولت مشر د خپل ګوند پر خلاف د رسنیو په منفي پروپاګند هم غږېدلی او ویلي یې دي چې دښمن په خپل ټول توان سره رسنیزې او مطبوعاتي هڅې په کار واچولې، تر څو اسلامي دولت بدنام او خلک ورڅخه متنفر کړي. خوپه وینا یې، دې هدف ته ونه رسیدل او ناکام شول.

ابو بکر البغدادي زیاتوي:

«د دروغژنې میډیا په خبرو باور مه کوئ، كومه چې روزمره د لسګونو مجاهدینو د وژلو او د هغوی د مرکزونو د ویجاړولو دروغژن راپورونه خپروي».

د اسلامي دولت د ګوند مشر ډاډ څرګندوي چې د دې ګوند لمن به سعودي عربستان، یمن، مصر، لیبیا او الجزایر ته غځیږي.

ابو بکر البغدادي د سعودي په اوسېدونکو غږ کوي چې تورې له تیکو راوباسي او د واکمنې کورنۍ، چې دی یې «ال سلول» بولي، په وړاندې خپلې تورې وچلوي، او په وینا یې د دې کورنۍ د هوساینې او راحت شپې ورځې مخ په ختمېدو دي.

د دولت مشر په سعودي عربستان کې د امریکا پوځي اډو ته هم ضمني اشاره کړې او ویلي يې دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر خاوره بايد مشرکان ځای او استوګنه ونه لري.

البغدادي په سعودي کې په خپلو پلویانو غږ کوي چې لومړی شیعه ګان او بیا د «سلول کورنۍ» چې اشاره یې د سعودي واکمنې کورنۍ ته ده، په نخښه کړی.

نوموړی وايي:

«له صلیبیانو مخکې په دوی وار ړومبی کړئ، په ډله ییز او انفرادي شکل یې اختطاف کړئ، د ژوند خواږه پرې زهر کړئ, ډیر ژر دی چې د اسلامي دولت لښکرې به هلته درورسیږي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

حفظکم الله من شرالیهودوالنصاری واعوانهم الذنادقة

maiwand

خداوند پاک ګروه داعش را پیروز نماید، و در جهاد علیه مرتدین عرب را توفیق شان نصیب نمایند و چشم در راه آنها هستیم که تا افغانستان بخیر برسند

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x