نړۍ

د اسلامي دولت پر ضد د امریکا د ورځنۍ جګړې لګښت ۸ ملیونه ډالره دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): له امریکا څخه خپریدونکې ورځپاڼه (دي اتلانټيک) وايي چې دغه هیواد په عراق او سوریا کې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې د ساعت پر سر په اوسط ډول ۳۰۰ زره ډالر مصرفوي، چې په ورځ کې ۸ ملیونه ډالر کیږي.

باید وویل شي چې امریکا ۹۶ ورځي تر مخه په عراق او بیا ۵۰ ورځي تر مخه په سوریه کې د اسلامي دولت پر ضد رسماً بمبار پیل کړی؛ خو د سیمي د نظامي چارو کارپوهان وايي چې تر اوسه امریکایان په دې نه دي توانیدلي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت خلاف کوم خاص پرمختګ ولري.

د (دې اتلانټیک) ورځپاڼې په وینا د اسلامي دولت پر خلاف د امریکا لګښت نسبت د طالبانو پر ضد جګړه کې خورا ټیټ دی؛ ځکه چې امریکا په افغانستان کې د ورځي ۲۰۰ ملیونه ډالر مصرف کړی، چې د اسلامي دولت پر ضد له جګړې څو ځلې زیات دي.

باید وویل شي چې د وروستیو احصایو له مخي امریکا په تیرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان او عراق کې ۱.۵ تریلیونه ډالر مصرف کړي او د جګړې مصارف یې لا مخ په وړاندي روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x