نظــر

د لوګر والي «سپینه کوتره»!

محمد ظاهر ستانکزی

د لوګر والي د ځان د سپیناوي لپاره له ډیرې غوره لارې ګټه پورته کړه، هدف مې د لوګر د والي هغه د مداري په څیر خبرې دي چې تیره ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو او ټلویزیونو د کمرو په مخ کې وکړې، افرین شه دده پر هغه سلاکار چې له دې لارې د ګټې اخیستو مشوره یې ورکړې، دا چې دا مشوره چا ورکړې دا به ښاغلي والي صاحب نیاز محمد امیري ته تر ټول ښه معلوم وي او ډیره مننه به یې هم ترې کړې وي، خو دا ټولو ته معلومه او څرګنده ده چې غوا توره پۍ (شیدې) یې سپینې دي، دا چې په دې ورځ رخصت وم او په کور کې وم نو له کورنۍ سره یوځای مو په ټلویزیون کې خبرونه کتل چې په منځ کې د لوګر د نا امنۍ، کرومیټ ډبرو د قاچاق، او عینک د مسو کان د کار د ټکنیتوب په اړه خبر راغی، تر نورو وختونو یې ښه والی راته په دې کې ښکاره شو چې د لوګر والي زړه ډیر غټ کړی وو آن تر دې چې له لوګر څخه یې د کابل د رسنیو مرکز ته ددې لپاره تشریف راوړی وو چې دوي د ولایت د مقام په توګه د رسنیو یو مرکز او یا هم مطبوعاتي دفتر نه لري.

نو مجبوره وو چې د ځان د سپیناوي لپاره د لوګر د رسنیو په نشتون کې د پلازمینې رسنۍ چې هدف مې د پلازمینې خبریالان دي په ځان راټول کړي او د یو مکار او مداري په څیر په ځان ټول لګیدلي تورنه رد او ځان د سپینې کوترې په څیر ترې راوباسي، له محدود شمیر خبریالانو چې د لوګر د ستونزو او ریښتینې وضعیت په تړاو یې سم معلومات درلودل نورو خبریالانو ته د پوښتنې لپاره څه نه وو پاتې خو کومو هغو چې په دې تړاو هر اړخیز معلومات درلودل د هغوي له پوښتنو یې په یوه او بله خوا ځان تیر ایست او د یادو خبریالانو د مکررو پوښتنو په ځواب کې یې ځينې مسایل تایید کړل خو پر ځینو نور هغو یې داسې خاورې ور انبار کړې چې د خبر په لیدو سره د هر افغان وګړي زړه ډیر خوشحاله کیده چې دادی د خداي فضل ده لوګر تر نورو ټولو ولایتونو په ښه وضعیت کې قرار لري او دا خلک یې چې لاریونونه کوي یاهم د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره خیمې وهي دا هر څه د والي په خبره درواغ دي او دده د دښمنانو کار دی،

ریښتیا یوه مهمه خبره چې هیره مه نه شي د جناب والي ویاند، امنیه قوماندان، د امنیت امر او مرستیال والي هم په دې غونډه کې ورسره ګډون درلود، او د خبري کنفرانس له پیل مخکې د ټولو د پیژندنې وړې لوحې چې نومونه او مقام یې ورباندې لیکل شوی وو شتون درلود، خو د تعجب خبره داده چې د کنفرانس له پیلیدو سره هم مهال له والي پرته د ټولو د نومونو کوچنۍ ایښودل شوې لوحې ټولې شوې او یوازې والي د رسنیو مخې ته ځان راڅرګند کړ، زه نه پوهیږم چې والي په خپل دې کار سره د ځان له سپیناوي پرته نور څه غوښتل؟ او په دې کار سره یې څو پوښتنې راته مخې ته ودریدې، آیا والي خو به له دې نه ویریده که چیرې دا خبره وکړي چې د لوګر د کرومیټو پر سره د ولایت د مقام او امنیتي مسوولینو ترمنځ اختلاف شته او پر امنیتي مسوولینو دا تور ولګوي چې هغوي د کرومیټو په قاچاق کې لاس لري خو ده جناب یې څو ځله مخنیوی کړی؟ حتما له همدې ویریده چې امنیتي مسوولین به د والي ټولې پټې کړنې او ناغیړۍ د رسنیو په مخ کې ووايي او دده سپین مخ به ور تور کړي، که داسې څه نه وو نو ولي د لوګر نورو چارواکو ته په دغه کنفرانس کې د ګډون کولو وخت ورنکړل شو چې هغوي هم د والي پر نظر او څرګندونو خپل نظرونه شریک کړي وايي؟ ایا دې جنابانو خو به د کوم جوړجاړي له مخې د لوګر پر ریښتیني وضعیت پرده نه وي اچولي او هر څه یې په سپینو سترګو پټ کړل چې غواړم په دې ځای کې د والي نیاز محمد امیري پر څو څرګندونو تمرکز وکړم،

والي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې له پلازمېنې کابل څخه د دغه ولایت د بې ثباتۍ هڅې کیږي او د لوګر د امنیتي وضعیت په تړاو یې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه وبلل او ددې ټولو ترڅنګ یې په پوره سپین سترګۍ سره دا هم وویل چې د ځمکو د غصب په تړاو شوې ادعاوې سیاسي بڼه لري، او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې د مسو کان په استخراج کې د ځنډ لامل امنیتي ستونزې نه بلکې په سیمه کې د لرغونو اثارو موجودیت دی، نو زه دلته اوس د لوګر له ټول وضعیت څخه د یو خبر وګړي په توګه له والي صاحب څخه څو پوښتنې لرم.

لومړی دا چې تاسو ادعا کوي چې د لوګر بې ثباتۍ ته له پلازمینې کابل څخه لمن وهل کیږي تاسو د یو مسوول په توګه ولي دا کس نه ښيي او ولي یې مخنیوی نه شي کولاي که کوم شخصي غرض او ستونزه نه لري نو څنګه دا ادعا کوي چې په لوګر کې د بې ثباتۍ هڅه له پلازمینې کابل څخه کیږي ایا ستاسو هدف په کابل کې میشتې ادارې او که نور اشخاص دي؟

دویم تاسو وویل چې په لوګر کې هیڅ ډول امنیتي ستونزې نشته دا خبره د کوم دلیل او کوم حقیقت له مخې کوي که دلیل ورته لرې نو راته ووایه چې د ولایت، ولسوالیو او ولسوالیو د امنیه قوماندانیو له ودانیو بهر تاسو پر اوضاع بشپړه واکمني لري؟ که یې لري نو ولي هره ورځ په یو او بل نوم خلک وژل کیږي او ریښتیا به وايي چې په مرکز پل علم کې په امینه قوماندانۍ په یوه شپه او ورځ کې څو توغندوي بریدونه کیږي او ددې ترڅنګ په ازره، خروار، محمداغې ولسوالیو کې څومره ډاډ لرې چې امنیت خوندي دي او هیڅ ډول امنیتي ګواښ نشته، یوه بیلګه یې د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار او سرخاب کلي در ته مخې ته ږدم ایا ستا امنیتي ځواکونو او تا په خپله په دې سیمه کې د ارامه ورځ او خلکو د امنیت په تړاو څه اوریدلي؟ که ځان دې کوڼ کړي او په هر څه خاورې ور اړوې او له حقایقو د سترګو په پټولو سره ځان مرکزي حکومت ته سپینه کوتره معرفي کوې؟

دریم د ځمکو د غصب مسله تاسو وویل چې دغه مسله سیاسي بڼه لري دا څنګه سیاسي بڼه ده چې غواړې له غله ښاروال سره په ګډه د لوګر شنې ځمکې لاندې او مارکیټونه پکې جوړ او د نومرو په ډول یې وویشې او په دې تړاو کوم کسان چې خپل غږ پورته کوی اعتراض کوي نو ستا له مقام څخه کسان راوځي او ورباندې ډزې کوې او خیمې یې په موټرونو ورته چپه کوې ایا همدې ته د ځمکو د غصب سیاسي بڼه وايي؟

څلورم تاسو د عینک د مسو کان د استخراج ټکنیتوب ته اشاره وکړه سمه ده دا به درسره ومنم چې هلته لرغوني اثار شته او د هغو د موجودیت له امله چارې په ټکنۍ توګه پرمخ ځي خو دا به هم ښه واي چې ویلې مو وايي چې ددې ټولو ترڅنګ فساد او درغلي هم شته که نشته نو بیا ولې وخت ناوخته ددې سیمې پر امنیتي پوستو او امنیتي ساتونکو باندې بریدونه کیږي؟

پنځمه او وروستۍ پوښتنه مې داده چې تاسو په محمداغې ولسوالۍ کې د کرومیټ د قاچاق په تړاو کړې ډیر درنه خوښ شوم چې ومو ویل چې په دغو کرومیټو د ولایت د مقاوم او امنیتي مسوولینو ترمنځ اختلاف شته او څو ځله مو ددغو ډبرو د قاچاق کوونکو موټر او کسان نیولي خو دا دې چې هم ویلي وایي چې له جوړجاړي وروسته مې په ډير قدر او عزت سره خوشې کړي او اوس د خپل حق په اخیستو لاهم دغه قاچاق دوام لري که وايي چې زه په کې نه یم نو څنګه ستاسو په شتون او موجودیت کې هره شپه موټر باریږي او په ډاډه زړه قاچاق کیږي او دا هم باید ووایم که دې کان ته ستا له شریکانو پرته بل څوک ورنږدې شي نو حتا وژل کیږي هم او بیا رسنیو ته هم ښودل کیږي چې دا یو قاچاق وړونکی وو ډیر د افسوس ځای نه ده؟ چې په دومره حقایقو پرده اچوې؟ والي صاحب د خداي لپاره سر درته سرتوروم نور ددې ولس وینې مه زبېښه او پریږده چې د ډيرو بدمرغیو او ناخوالو له لیدو وروسته لږ تر لږه د ارام ساه واخلي، او هیله کوم نور چې د رسنیو مخې ته راتلې هغه څه ورته وایه چې حق وي او لږ ځان خپل وجدان ته ملامت ګڼه که نه زما په فکر ستا دا کړنې به د ټول لوګر لپاره داسې ناوړه پایلې ولري چې بیا به یې جبرانول ډير سخت او له وخته تیر کار وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x