افغانستانخبرونهنړۍ

غني د پاکستان د پوځي مرکز لیدنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): افغان ولسمشر اشرف غني چې نن جمعه پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی نن یې د دې هېواد د پوځ له مرکزي قومندانۍ څخه لیدنه وکړه.

واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې اشرف غني پاکستان ته سفر کوي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ګومان کوي چې وبه کولای شي د پاکستان د فشار له لارې طالبان په افغانستان کې د سولې خبرو ته اړباسي. غني په کابل کې پاکستاني چارواکیو ته ویلي و چې د «عملي ګامونو» په هیله پاکستان ته سفر کوي.

نن یې د سفر په لومړۍ ورځ پر ګڼو لیدنو کتنو سربېره په راولپنډۍ کې یې د دې هېواد د پوځ د قوماندې له مرکزه لیدنه وکړه. ولسمشر په یاد مرکز کې د پاکستان پوځ د «شهیدانو» څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغوی ارواوو ته يې له پاکستاني پوځي مشرانو سره په ګډه د دعا لاسونه لپه کړل.

د پاکستان د «دې نیوز ټرایب» انلاین رسنۍ لیکي: «ولسمشر غني د نظامي مرکز د لیدنې پر مهال له لوړپوړو نظامي مشرانو سره د افغانستان و پاکستان د ګډې پولې د امنیت په باب خبرې وکړې».

دا خپرونه د غني له قوله لیکي چې د «ترهګرۍ ضد» جګړه کې يې د پاکستان رول وستایه او د افغانستان له اړخه یې د پراخ ملاتړ ډاډ ورکړ.

غني څرګنده کړه چې غواړي له پاکستان سره د امنیت او دفاع په برخه کې همغږې ولري.

ولسمشر حامد کرزي دوه ويشت ځلې پاکستان ته سفرونه وکړل؛ خو د واک په وروستیو ورځو کې د دغو سفرونو د ناکامۍ اعتراف وکړ. د غني هیلو ته هم کارپوهان د شک په سترګه ګوري. ځینې افغان سیاسي کارپوهان پر دې باور دي چې د مذاکراتو مېز ته د افغان طالبانو راکاږل د پاکستان له وسې پورته ده.

تمه ده چې سبا به ولسمشر غني له لومړي وزیر نوازشریف سره هم لیده کاته ولري او بیا به د دواړو هېوادونو مشران په ګډه خبري ناسته کې د رسنیو مخې ته څرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x