افغانستان

طالبانو پر اولسي مظاهرو ډزي په کلکه سره وغندلې

 

mujahideenنن ټکی آسیا: د تیرو درو ورځو راهیسه د افغانستان په بیلا بېلاو ولایتونو کې په امریکا کې د قرآن کریم د سوځولو په ضد پراخې مظاهرې رواني دی، چې ځیني یې د افغان پولیسو له خوا پر مظاهره کوونکو د مخامخ ډزو له وجې په تاوتریخوالي اوښتي، په مزار کې زیات شمېر مظاهره چیانو ته د پولیسو په ډزو مرګ ژوبله واوښته، چې بیا مظاهره د کنټرول څخه ووته او مظاهره چیانو د یوناما پر دفتر برید وکړ او 7 تنه خارجیان یې ووژل.. او ودانۍ ته یې اور واچوی..

همداسي پرون د کندهار په ښار کې مظاهرې وسولې، مظاهره چې سوله اییزه وه، هغه وخت په تاوتریخوالي بدله شوه کله چې پولیسو پر مظاهرچیانو مخامخ ډزي وکړی او لږ تر لږه یې 16 کسان ووژل او تر 80 یې زیات ټپیان کړه..

نن یو وار بیا په کندهار کې مظاهرې راوتلي..

د طالبانو د اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې چې نن یې خپره کړې، پر سوله ایزو مظاهره چیانو برید په کلکه غندلی او د افغان حکومت هغه ادعا یې په کلکه رد کړې چې ویلي وو چې تر مظاهرو تر شا د طالبانو لاس دی، او یا په ګډ سوي دي..

اعلامیه لکه څرنګه چې د طالبانو په پاڼه الاماره کې نشر سوی، مونږ یې هم دلته کټ مټ نشروو:


دقرآن کریم په ننګ په راوتلیو مظاهره کوونکو دبریدونو په اړه داسلامي امارت اعلامیه

دوه اونۍ وړاندې دامريکادفلوريداپه ايالت کې دکليساديوه جاهل پادري (تيري جونز) له لوري  دقرانکريم پاڼو او نسخو ته اور واچول شو .

له دې پیښې وروسته ، لکه څنګه چې دافغانستان اسلامي امارت دغه کرغیړن عمل په څرګندو ټکو وغانده ، په کار خوداوه چې دامریکا دحکومت په ګډون درستې بشري نړۍ ددې ناوړه عمل په وړاندې څرګند دریځ خپل کړی وای ، داعمل یې دنړۍ دیونیم میلیارد اوسیدونکو (مسلمانانو) په عقائدو څرګند تیری بللی وای ، او عاملینوته یې سخته  سزا ورکړې وای ،مګر دامریکایي واکمنو په ګډون دنړۍ یوشمیر نورو حکومتونو نه یوازې داچې په دې اړه کوم جدي غبرګون ونه ښود داعمل یې په ښکاره توګه وهم نه غانده بلکې دبیان او عقیدې دازادۍ ترعنوان لاندې یې تریوه حده دفاع هم ترې وکړه .

افغان مؤمن او مجاهد اولس  چې دیوه متعهد او متدین ملت په توګه  له خپلو معتقداتو او مقدساتو څخه دفاع او پرې  ځان ځارول خپل خوندي حق بولي ، دغه راز یې له دې وړاندې هم دخارجي اشغالګرو ځواکونو له خوا په زندانونو ، او دتلاشۍ په مهال په کورونو کې  دقرانکریم بې حرمتي دسرپه سترګو لیدلي ، دقرآن سوزولو دې تازه پيښې سخت وځورول ، او بالاخره یې دوروستۍ ورپاتې  حل لارې په توګه په مظاهرواو اعتراضیه لاریونونو لاس پورې کړ .

په دې لړکې له شماله ترجنوبه  دهیواد په لراوبر کې ګڼې سترې او وړې احتجاجي مظاهرې شوي دي چې بهیر یې لاهم پای ته نه ده رسیدلی ، په تیرو څو ورځو کې افغان اولس په ډاګه کړه ، چې دوی کله هم دخپلو مقدساتو په اړه بې تفاوته  نه شي پاته کیدلای او ددفاع په لاره کې یې هرراز کړنو او قربانۍ ته تیار دي .

دافغانستان اسلامي امارت که له یوې خوا دخپل اولس دا اسلامي غیرت ، عقیدوي  شعور او ویښتیا دافتخار وړ بولي او دقرآن په ننګ دراپاڅیدلي افغان اولس دټولو هڅو او قربانیو قدرداني کوي ، بالمقابل دکرزي داجیر رژیم دپولیسي ځواک هغه کړندود هم په کلکه غندي چې دعام اولس دوروستیو مظاهرو په وړاندې یې خپل کړی دی .

دوه ورځي مخکي یې دبلخ په ولایت کې اوتېره ورځ دکندهار په ښار کې ولیدل شول چې پولیسو دخپلوخارجي بادارانو په اشاره په بې وسلې مظاهره کوونکو مستقیمي ډزې کولې چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر هیوادوال  شهیدان او ټپيان شول چې په سيمه کې حاضر عام ولس او آزاد ژورنالستان یې لیدونکي اوشاهدان دي  ، اوبیا یې ادعا وکړه چي په دي مظاهرو کې وسلوال مخالفین ګډشوي وو چي دا خبره یې هيڅ ثبوت اوحقیقت نلري بلکې دداخلي اجیرانو په دي وحشیانه عمل سره ددوی څیره نوره هم بر بنډه اوټول ولس ته لاښه ثابته شوه چي کله هم دمسلمانانواوصلیبیانوتر مینځ مقابله راشي نوافغاني تش په نامه ملي اردو او ملي پولیس دخپل ملت په ضد دصلیبیانوپه خوا کې دریږي ،زمونږ په باور امریکایان چې دقران کریم دسوزولو دعمل له لارې  یې غوښتل دمؤمن اولس زړونه ودردوي اوس غواړي دقران کریم په ملاتړ راپاڅیدلي میړني افغانان په شهادت ورسوي او په دې توګه دخپلې ورپیښې ناکامۍ او فضیحت انتقام واخلي خوباید پوه شي چي داډول ظالمانه او غيرانساني اعمال به یې دیوه درد دواهم نشي اولابه هم دټول مسلمان امت او په خاصه توګه دافغان مظلوم ولس دلا ويښتابه سبب شي ترڅو په اسانۍ سره نور دخپلو معتقداتو او ارزښتونو دښمنا ن او دهغوی لاسپوڅي تشخيص اوپه لاقوي عزم ،تدبیراومنظم ډول یې مقابله وکړي .  

دافغانستان اسلامي امارت

یکشنبه ۲۹ربیع الثاني ۱۴۳۱ هق

2011-04-03 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x