
اسلامي دولت د اختلاس په جرم خپل قومندان اعدام کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت ګوند پرون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سوريې په «دیر الزور» سیمه کې یې په عام محضر کې خپل یو قومندان اعدام کړی.
دغه ګوند وايي چې نوموړی قومندان یې وروسته له هغه اعدام کړ چې د دې تنظیم په پیسو کې د اختلاس تور پرې ثابت شو.
په هغې اعلامیه کې چې د دې ګوند له طرفه خپره شوې، ویل شوي چې «جلیبیب ابو المنتظر» سربېره پر دې چې په «بیت المال» کې یې خیانت کړی و، له عوامو څخه یې د ارتداد په پلمه په زور پیسې اخیستې.
په اعلامیه کې د اعدام شوي کس دنده یا وظیفه نه ده څرګنده شوې خو ویل شوي چې نوموړی د دې ګوند د مشر (ابو بکر البغدادي) په امر اعدام شو.
د سوریې د بشري حقوقو د څار سازمان د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې له اعدام وروسته د اسلامي دولت کسانو د لوډسپیکر له لارې اعلان وکړ چې په معدوم کس به د جنازې لمونځ ادا کیږي او د مسلمانانو په هدیره کې به خاورو ته سپارل کیږي.
د عیني شاهدانو په وینا د اسلامي دولت جنګیالیو اعلان وکړ چې اعدام شوی کس د مرتد حکم نه لري بلکې مسلمان دی خو د یو اسلامي حد (قصاص) د تطبیق وړ ګرځیدلی.
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د اسلامي دولت ګوند د هغو کسانو پر وړاندې چاڼیز فعالیت پیل کړی چې د دوی په لیکو کې دستوري ننوتي او د خلکو د متنفر کولو په موخه له عوامو په زور پیسې اخلي او ناوړه چلند ورسره کوي.
خو په اعلامیه کې دا نه دي ویل شي چې ایا نوموړی قومندان د یادو تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې اعدام شوی او که دا پیښه له هغو عملیاتو سره تړاو نه لري.
د نن ټکی آسيا محترمو مسؤولينو د پام وړ! له دوه – درې ورځو راهيسې چې تاسو په خپله وېبپاڼه کې د اسلام دولت پر اړه کوم خبرونه خپروئ، په هغې کې تاسو د ((اسلامي دولت)) پر ځای ((د اسلامي دولت ګوند)) اصطلاح هغوی ته کاروئ، علت يې څه دی، په بخښنې سره آيا تاسو هم د غرب له تاثير لاندې راغلئ او که کوم ټکنوکراټ ملګری مو دغه خبرونه سايت پورته کوي. اسلام دولت نه کوم سياسي ګوند دی او نه هم په يوه ځانګړي هېواد کې ځانګړې سياسي مبارزې پرمخ بيايي، بلکې دا يو ستر اسلامي حرکت دی،… نور لوستل »
ابراهیم صیب
تاسو ته سلامونه او احترام
یاره زما د زړه خبره مو کړې
ما هم له تاسو سره همزمان دی ټکي ته پآم شو او په ډې سوچ کې وم چې دا به هسی تصادف یی که نه په دهدف یی ګوند یاد کړی ده
مونږ خو ګوندبازیو تباه کړي یو، ایا نور بس نه دي
salamoona,
Hila da chi nunn.asia zawab warki.
Wassalam
دنن .اسیا چلونکو ته سلامونه له تاسونړی مننه چی مونږ ته په وخت دقیق خبر رسوي
ابراهيمه وروره ! سلام او احترام ، زه فکر کوم د نن ټکي آسيا د ملګرو هدف به دا وي چي په خبر جوړولو او خپرولو کي ځان مستقل او بې پرې وښيي او څوک داسي فکر ونکړي چي دا ويبپاڼه له يوه ټاکلي حرکت يا ډلي سره تړلې ده ، ښه مثال يې د افغانستان اسلامي امارت دی چي دوي يې په خپله ويبپاڼه کي طالبان يادوي او دا هغه نوم دی چي عام مطبوعات يې نشروي ، اوس هم د کفري او غربي رسنيو د چلوونکو او هغو کسانو چي غربي فکر لري دا شک دی چي دغه… نور لوستل »
درنو ورونو السلام علیکم : لیکنه ښکلی او تبصری یی په اړه ترهغی ښکلی دی . په نن ټکی اسیا چلونکو ورونو د ابراهیم ورور نیوکه او بیا د غوربندی صاحب بدرګه کول په ځای او زما دغه بحث ډیر خوش شو ، زړه می دی په دی هکله په یوه لیکنه کی دزړه خوالی د تاسی سره شریکی کړم ، دلته به یی هم لږه یادونه وکړم : لمړی : بیطرفی د حق او ناحق تر منځ بیطرفی ګناه ده ، هو د مخالفو نظریاتو اوریدلو ، نشرولو او پحشولو ته اجازه ورکولو کی بیطرفی ښه کار دی مګر… نور لوستل »