افغانستان

کندهار: یو ځل بیا مظاهرې پېل سوې – ویډیو

kandahar_protestors_2-4-2011

نن ټکی آسیا: د پرون په څېر نن هم د کندهار ښار په مختلفو سیمو کې په زرګونو کسانو په مظاهرو کې شرکت کړی، د امریکا په ضد شعارونه ورکوی.

تازه خبرونه وايي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالې کی هم مظاهرې شروع شوي، او په تاوتریخوالي وروسته تر هغه اوښتې چې پولیسو درې تنه مظاهرچیان ډېر سخت ډبولي، او ټپيان کړي دي.. د پنجوايي په شمول د کندهار په ښار کې هم نن یو وار بیا ډزي رواني دي.

 

پرون هم د کندهار ښار په مختلفو ساحو کې اولسي خلګو د یو امریکايي پادرې له خوا د قرآن د سوځلو په ضد په پراخو مظاهرو لاس پوري کړی وو، چې بیا وروسته د پولیسو له خوا پر دوی ډزی شوي وې او مظاهره یې په تاوتریخوالي بدله کړې وه..

د رسمي سرچینو له قوله یوازي پرون 10 کسه په ډزو وژل شوي وه، او تر 80 زیات کسان ټپيان شوي وه، مګر د میرویس روغتون څخه یو ډاکټر ویلي چې د مړو شمېر 16 تنو ته پورته سو، ځکه چې ځینو ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه..

رسمي سرچینو ویلي چې ځیني مظاهر کوونکي مسلح وه، او پر پولیسو یې ډزي کولې، مګر د سیمي څخه عیني شاهدان وايی چې مظاهرچیانو وسلې نه درلودلې، او نه په پيښه کې تر اوسه کوم پولیس ټپي یا وژل شوی دی، او ټوله مظاهره کوونکي چې وژل شوي یا ټپيان شوي دي، هغه د پولیسو په مخامخ ډزو په نښه شوي دي.

د مظاهرو یو څو ویډیوګاني:

1

{youtubejw}ZaHU8p-49C8{/youtubejw}

2

{youtubejw}LktTlq7xfJU{/youtubejw}

3

{youtubejw}qjAEQY-qsw0{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x