افغانستان

طالبانو په شمال کې د ناټو یو عسکر وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د ناټو یو عسکر د هېواد په شمال کې د طالبانو په برید کې له منځه تللی.

د ایساف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی یو عسکر د طالبانو په کمین کې د هېواد په شمالي برخه کې ووژل شو.

ایساف ډېر وخت د خپل وژل شوي عسکر هویت او د پېښې کره ځای نه په ګوته کوي.

نن د ایساف له مطبوعاتي څانګه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د وژل شوي عسکر او د پېښې کره ځای نه دی څرګند شوی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د پروان ولایت په بګرام کې په یوه سرتیري برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي د سرتیري برید پخلی وکړ او ویلي یې وو چې ۲ بجې له غرمې وروسته په سینزي سیمه کې د ناټو ځواکونو پر پیاده عسکرو سرتیری برید شوی، چې له کبله یی مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ددغه سرتیري برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې «له برید څخه وروسته دښمن سخت وارخطا شو، سیمه يې ټينګه محاصره کړه او د خپلو مړو په راټولیدو او انتقال بوخت شول.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x