نظــر

«شهر العسل» پای ته ورسېد…

لیکوال: ذاکر جلالي

تېره میاشت وال سټرېټ ژورنال په کابل کې د یوه امریکايي دیپلومات له قوله ویلي و چې د کابینې تر تشکیله پورې دوره «شهر العسل» ده. دغه لوېدیځ دیپلومات دا هم ویلي و چې د کابینې د تشکیل پیل به یو ځل بیا د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله ترمنځ د لانجو پیل وي. اوس چې رسنۍ د لانجو راپورونه ورکوي، نو د دیپلومات وړاندوینه کره او پخه ثابتېږي.

نن رسنيو راپور ورکړ چې د کابینې جوړولو لپاره د عبدالله عبدالله او اشرف غني له پلویانو جوړه شوې مشترکه کمېټه کومې پایلې ته نه ده رسېدلې. دې کمېټې دیارلس ناستې کړي. د دې کمېټې غړي وايي چې په تېرو لسو ورځو کې يې یوه ناسته هم نه ده کړې.
د عبدالله عبدالله له خوا د کمېټې غړي ګیله کوي چې اشرف غني سلیقوي چلند کوي، د دوی حقونو ته پام نه کوي، د دواړو مشرانو ترمنځ د سپټمبر د دوه ویشتمې نېټې هوکړه لیک باندې عمل نه کوي؛ خو له بلې خوا بیا د اشرف غني د ټیم غړي استدلال کوي چې داسې وېش چې له کابینې تر ولایتونو، سفارتونو او بیا تر خپلواکو ریاستونو پورې وي، له اساسي قانون سره ټکر دی. نن رسماً کمېټو ومنله چې هېڅ کوم پرمختګ نه دی شوی.

مهندسي شوی حکومت

ډېرو خپلواکو افغان شناندو له ټاکنو وړاندې اندېښنې او مشورې څرګندې کړې چې په روان وضعیت کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي؛ خو هغه مهال ټول د کمپاینونو لپاره هوسېدل او د دغسې ترخو حقیقتونو منلو ته څوک چمتو نه و.
ټاکنې ترسره شوې، خبره لانجو ته ورسېده، رسوايۍ وشوې، ټولو د پراخو درغلیو خبره وکړه، دویم دور شو او هلته بیا د لومړي دور په پرتله په ډېر جدیت سره د ټکر زمینه برابره شوه چې په دغسې حساس او لړزانده حالت کې عبدالله عبدالله د جان کېري د راتګ «زېری» ورکړ. ایله یې پلویان او دی په خپله ارام شول او د ښاغلي کېري راتګ ته یې شېبې شمارلي.

کېري په لومړي سفر کې له دواړو شفاهي موافقه واخیسته او په لومړي ځل دواړو د «ملي یووالي» حکومت خبره وکړه. د جان کېري له تګ وروسته بیا تر هغې لانجې وې چې کېري د دویم ځل لپاره راغی او دواړه نوماندان یې سره روغ کړل او د دوی ترمنځ یې یوه لیکنۍ هوکړه لیک هم لاسلیک کړ. په هوکړه لیک کې عمده ټکي همدا وو چې د دواړو له خوا به مشترک حکومت جوړېږي او څوکۍ به د پنځوس-پنځوس وېش پر بنسټ وېشل کېږي!

د جان کېري دا پرېکړه د ډیموکراسۍ له ريښې سره په ټکر کې وه چې ټاکنې دې نه ګټیالی لري او نه هم پاتیالی. دا لومړی ځل دی چې په ریاستي ډیموکراسۍ کې دې دواړه (کامیاب و ناکام) د حکومت برخه شي. مګر جان کېري څه ناپوه انسان نه دی. کېري لس کاله د متحده ایالاتونو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس پاتې شوی. د ۲۰۰۴ کال د ولسمشرۍ نوماند و او اوس د بهرنیو چارو وزیر دی. کېري د خپل هېواد ګټو ته په پام سره داسې پرېکړه وکړه. جان کېري داسې حکومت منځ ته راوړ چې په هره شخړه او لانجه کې به د کېرې داد و فیصلې ته اړ وي. جان کېري به له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې نهه پوځي اډې لري. کله چې دلته داسې حکومت په واک کې وي چې په هره کوچنۍ او ستره مسئله کې دواړو مشرانو ته د جان کېري پرېکړه پرېکنده وي؛ نو دوی به په کوم جرئت او کوم منطق له مخې امریکا سره د امنیتي تړون په باب چنې ووهي!

جان کېري او هېواد یې په افغانستان کې همداسې یو لړزانده، په خپلو کې اخته او له لانجو ډک حکومت ته اړتیا لري. د جان کېري فیصله د دیپلوماسۍ په هېڅ قاموس کې د «خدای رضا» لپاره نه ده. امریکایان وايي «په سیاست کې وړیا ماښامنۍ نه شته». کېري د یوه پوخ دیپلومات په توګه باید دلته د خپل هېواد اوږدمهاله ګټې په پام کې نیولو سره دغسې یوه پرېکړه وکړي.

له کابینې وروسته…

له «شهر العسل» وروسته د کابینې جوړښت ډېره لانجمنه او ننګوونکې مسئله ده. دلته پوښتنه دا منځ ته راځي، کله چې یو حکومت د دوو سره رقیبو او حریفو مشرانو له خوا له دومره پراخو لانجو وروسته منځ ته راځي، هغه حکومت به ملت ته څه ورکړای شي؟ اوس نو اشرف غني د حکومت پنځوس سلنه چارواکو لپاره چنې وهي او پنځوسو پاتې ته به عبدالله مبارزه کوي، دلته د ملي او ولسي ګټو خبره تر ډېره منتفي ده. له هر یوه سره د خپل ټیم او ځانګړې ډلې اندېښنه ده چې باید په راتلوکی حکومت کې مطرح وي.

له روانو لانجو د واکمن حالت په اړه ښه قضاوت کېدای شي. یو نیم میاشتنی حکومت کولای شي د راتلونکی په باب د قضاوت ښه معیار شي. کله چې د کار پیل دغسې له شخړو او لانجو ډک وي؛ نو پای یې رښتیا هم ډېر تت برېښي.

ټکرونه، توپيرونه

هغه څه چې د دواړو ټیمونو غړیو یوه او بل پسې د ټاکنو او رقابتونو پر مهال ویل، اوس یې هم په غیررسمي څرګندونو کې وايي. که په نارسمی چاینلونو کې له ټولنیزو رسنیو نیولې بیا تر شخصي مجلسونو پورې دوی هماغه د ټاکنیزو کمپاینونو د مهال نیوکې کوي او د ګډ کار یا یوه ټیم پر ځای لا هم د دوو ټیمونو شتون ډېر جوت دی.

له وسله والو مخالفینو سره د سولې له بهیره او د دوو واکمنو اندونو شتون په خپله دا مسئله لاپېچلې کوي. کله چې یو اړخ د سولې خبره کوي او بل شریک یې مخالفین بېخي نفې کوي دا په نظام کې دننه لانجه ده چې د یوې واحدې پالیسۍ مخه یې نیولې ده.
اشرف غني که څه هم ولسمشر یادېږي؛ خو لوړو څوکیو کې د ده هره ګومارنه کې عبدالله عبدالله خپل رضایت اړین بولي. د بهرنیو چارو وزارت پر سیاسي مرستیالۍ د حکمت کرزي ټاکنه او د لویې څارنوالۍ پر څوکۍ د قمر الدین شینواري ټاکنې هغه څه و چې د عبدالله عبدالله مخالفیتونو ولسمشر شاتګ ته اړوېست. په دغسې د دوو مشرانو حکومت کې به تل د دې حکومت تر پایه همدا لانجې راونې دي. کله چې په ګومارنو کې عبدالله عبدالله خپل رضایت ضرور ګڼي، بیا به په هرې وړې او سترې چاره کې به دی خپل نظر تحمیلوي، کېدای شي دغسې د تحمیلونې او ټکر حالت کومه ورځ د ولسمشر د زغم کاسه هم ډکه کړي چې بیا یې هم د حل لار ډېره ګونګه ده بې له دې چې یو ځل ښاغلی جان کېري کابل ته راشي او د برحال ولسمشر او برحال اجراییه رييس ترمنځ جوړجاړی وکړي!

ناڅرګند راتلونکی

کله چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ موافقه لاسلیک شوه، د دواړو ټیمونو ویاندویانو هڅه کوله چې نور نو پر اختلافونو پرده واچوي. دوی کوشش کاوه چې ځانونه یو ټیم وښيي؛ خو ډېری خبرې یې ترمنځ داسې راځي چې د مشترک ټیم پر ځای دواړه اړخونه چنو وهنو ته لاس اچوي.

له پیله د عبدالله عبدالله ډله اشرف غني «منتخب» نه بولي؛ له پيله د عبدالله پلویان پر پنځوس-پنځوس وېش ټینګار کوي؛ خو د اشرف غني ویاندویان بیا د مسلکي توب، شایسته‌سالارۍ او دغسې نورو ارزښتونو یادونه کوي چې هدف یې د هغوی ځواب وي.
د غني پر ژمنې برسېره هم کابینه نه ده جوړه. ډېره څرګنده ده چې ولسمشر کومې ډېرې فني کابیني پسې سرګردانه نه دی، دا سیاسي معاملي او خپګانونه دي چې د کابینې جوړونې خبره یې دومره وځنډوله.

اصلا د افغانستان د اوسني حکومت ستر مشکل دا دی چې که اپوزیسیون نه لري، یو حکومتي (په بشپړ ډول) اپوزیسیون لري چې هم ارګ کې وي او هم د اشرف غني حریف دی، هم لاس‌لاندې(؟) دی او هم پرې خپلې خبرې مني او د هغه د ګومارنو څرګند مخالفیتونه هم کوي. د داسې حکومت نارمل پایښت ډېره مشکله برېښي. د اشرف غني حکومت په هېڅ ډول د حامد کرزي تر دورو ښه حکومتوالي نه شي کولای. کرزي یو اپوزیسیون درلود؛ خو نظام کې دننه یې بیا تر ډېره پراخ لاس درلود، مګر له اپوزیسیون پرته د اوسني حکومت لاسونه تړل شوي او حکومت کې دننه ورسره مخالفیتونه کېږي چې دغسې اپوزیسیون د لومړي په پرتله ډېر ورانوونکی دی. د دغسې اپوزیسیون په شتون کې د حکومت پایښت ته ډېر کم چانسونه په پام کې نیول کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x