استاد شپون، بې استادۍ نثار

دادمحمد ناوک
ما ډېر ویلي، چې لیکوال د نړۍ تر ډېرو شتمنو ډېر سخي دی، لیکوال غواړي د خپل ژوند دکلونو تجربې او مطالعه درته د څو ساعتونو په بدل کې ستا په غېږه کې کېږدي. که د لیکوالو دغه ترحم نه وای نو د نسلونو ترمنځ به اړیکي شلېدلې وي. د اړیکو پرېکون به نا پېژاندي پیدا کړې وه او دې نا بلدۍ به شریرو فکرونو ته د دښمنۍ پراخه زمینه برابره کړې وه.

استاد شپون د خپل تر نیمې پېړۍ ډېر ژوند تجربې او مطالعې په داسې نثر له لوستونکي سره شریکوي، چې هغه فکر کوي کوم ملګری يې ورته لګیا دی او غواړي داسې نصحیت ورته وکړي چې هغه ځانته ناصح هم نه وايي. د استاد پر نورو نثري ځانګړنو سربېره ماته دا ځانګړنه هم خورا په زړه پورې ده چې د هغه د نثر لوستلو په وخت لوستونکی دا نه احساسوي چې تر ده پوی او استاد څوک ورته ده ته د ژوند کولو اصول ورښيي. زموږ د سرکښ طبعیت له امله دا خوند نه راکوي چې یو څوک دې ځان راته استاد استاد کړي، ډېری وخت په ورځني ژوند کې ناصح خپل لوري ته داسې خطاب کوي، لکه هغه نیمګړتیا چې په ده کې نه وي. له خپل یوه استاده مې اورېدلي و، چې فصیح علما په خپلو خبرو کې د جمع متکلم ضمیر«موږ» صیغه ډېره ځکه استعمالوي چې مقابل لوري ته دا احساس نه ورکوي چې ګواکې یواځې ته په دې نیمګړتیا ککړ يې. ارواپوهان هم پر دې اند دي چې که د څو نفرو ترمنځ په کومه موضوع خبره تره جنجاله ورسېږي، نو د دې پرځای چې کوم کس ملامت کړئ، پخپله جنجال ملامت کړئ، چې په دې توګه به ملامت کس پخپله په غوږ ووهل شي.

دا به ممکن د ټولو انسانانو شریکه ځانګړنه وي، چې د خپلې نیمګړتیا ښکاره کول نه غواړي او له مقابل لوري خو بېخې دا تمه نه لري چې ده ته دې د ده نیمګړتیا ورپه ګوته کړي،  نو د یو چا د یوې بدې چارې د لرې کولو لپاره به ښه لاره دا وي چې د هغه ترمخ په وارـ وار هغه چاره وغندل شي او تاوانونه یاد کړل شي. خو د یادولو په وخت نو داسې هنر ته اړتیا احساسېږي چې د بدي یادول په خپل مقابل لوري د چېخوف خبره لمس کړي، وویني، وڅکي او بوي کړي.

استاد شپون پخپلو ټولنیزو نثرونو کې ورته کانې کوي، هغه بې له دي چې لوستونکی دې ته متوجه کړي چې د هغه په نیمګړتیا بحث کوي او بې له دې چې د يوې نیمګړتیا په نیمګړتیا خپله مالګه مرچ ودوړوي داسې درته لګیا وي، لکه کومه کیسه چې کوي خو دا کیسه په حقیقت کې زموږ د ټولو شریکه کیسه وي، ځکه خو لوستونکي ته پکې خپل ځان ښکاره شي او داسې وانګېري چې لیکنه لکه چې د ده په اړه وه.

استاد د ټولنې د رغون په فکر کې دی، ځکه خو د فکر د لېږد او د فکري سمون په تمه نثر تر شعر ډېر اړین بولي، د نوموړي دا شعار چې شعر باید شاعر ته پرېښودل شي، زه يې بېخې منم، خو ځينې يې بیا دې ته کش کاږي چې استاد بېخې له شعره منکر دی، په داسې حال کې چې استاد یوه شاعر ته د شعر په خاطر تحفه هم ورکړې چې دا يې له شعر سره د تړون ښه ثبوت دی، خو پر دې باید اعتراف وکړو چې خپلې نږدې له هره اړخه ناروغې ټولنې ته د شعر پر ځای نثر ته ډېره اړتیا ځکه ده چې لیکوال یا شاعر که د ټولنې د سمون تمه لري، نو باید یو فکر ورکړي، د فکر ورکړه باید دومره په لفظونو کې نه وي نغښتې چې لوستونکی يې د پوهاوي لپاره د ادبیاتو پوهنځی ولولي، هغه هم په داسې ټولنه کې چې خلک ژوند پکې کوي نه؛ بلکې تېروي يې او د ژوند د تېرولو لپاره خپله ټوله تمه د لمر له څرک سره تړلې بولې چې باید تیاره ماښام د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې خولې په څو ډوډیو ورکړي او دا ډوډۍ يې ترسهار ژوندي ورسوي او سهار بیا…

د داسې ټولنې د بدلون، سمون او پوهاوي لپاره باید مفکرين خپل فکر د ټولنې د درک په تول برابر وړاندې کړي، نه دا چې د خپل فکر په لېږد کې هم د خپلې استادۍ د اثبات هڅه وکړي. مفکر د خپل فکر په سخا کې باید لفظونه داسې وکاروي چې د ټولنې زړه ته ورننوځي او د ټولنیز بدلون په تمه ښکاره خبره ده چې داسې نثر ته اړتیا ده چې ټولنه يې لوستو ته لېواله شي او په لوستو يې به زړه کې کېني او په کېنستو يې فکرونه بدل شي، د فکر بدلون يې ټولنه بدله کړي او دا بدلون د خندا په لور وي د بدلون معیار مو کره وي او د خندا لپاره زمینه جوړه وي، د ګمراهي د مخنیوي لپاره مو خپله هره کرښه پخپله عقیده تللې وي او خپله عقیده مو کروړه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zarifi
میلمه
zarifi

هو له داسي لارې بې لارې خلک وسمې لارې ته رابلل چي وهغه ته نیفغ په نیغه دملامتیا ګوته ونه نیول شي ښه کار دۍ لکه چي قر آن کریم یې تصدیق کوي ( ومالی لا اعبدالذي فطرني ولیه ترجعون)
خو دشپون اکا قلک له دغني خان یا مودودي هغه ډیر خوږونکی وي هغه پدې معنا چي دامت اخیار یې په نښه کړي وي نو چي کله هغه تر سوا ل لاندې شي نو بیا دسمې لارې چانس نشته ځکه سمه لاره دهغوی په په پیر وي کي موندلای شو نه په اختلاف کي