افغانستان

ننګرهار: په امریکا کې د قرآن کریم د سوځولو په ضد دمحصلینو مظاهره روانه ده

University_students_demonostration

نن ټکی آسیا: نن سهار په سیمه ایز وخت اته بجې د ننګرهار پوهنتون محصلینو په امریکا کې د یو پادرې تیری جونز له خوا د قرآن کریم د سوځولو پر ضد په پراخه مظاهر لاس پوري کړ..

محصلین چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي، د کابل – جلال اباد لوي لاري ته را وتلي، او لاره یې د ترافیک پر مخ بنده کړې.

په مظاهره کې ګډون کوونکي د امریکا په ضد شعارونه ورکوي، د اسلام زنده باد، مرګ پر امریکا، مرګ پر صلیبیانو نارې وهي..

محصلین وايي چې دوی به چاته اجازه نه کړي ور چې دغه مظاهره د نورو ولایتونو په څیر په تاوتریخوالي بدله شي..

د یادوني وړ ده چې پرون په کندهار او وړمه ورځ په مزار شریف کې وروسته تر هغه مظاهرې په تاوتریخوالي بدلي سوې کله چې پولیسو هوايي او مخامخ ډزي پر مظاهره چیانو وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x