د عثماني خلافت د یوه قاضي د عدل کیسه

حامد افغان

عثماني خلیفه سلطان محمد الفاتح د استانبول په ښار کې د یوه جامع جومات جوړولو امر وکړ او د هغه د جوړولو چارې یې مشهور رومي انجنبر ایبسلانتي ته وسپارلې، ځکه دی د وخت وتلی او تکړه انجنیر و، سلطان محمد الفاتح د جومات په اړه هغه ته ځیني ځانګړې لارښوونې وکړې لکه دا چې د هغه ستنې به د مرمر د کاڼي وي او بل دا چې دا ستنې به پوره لوړې وي څو جومات لوړ او پرتمين برېښي، سلطان هغه ته د ستنو د لوړوالي معلومه اندازه ښوولې وه.

انجنیر ایبسلانتي چې هره وجه وه د جومات ستنې یې لنډې کړې، په داسي حال کې چې له سلطان سره یې نه مشوره وکړه او نه یې هغه خبر کړ. سلطان محمد الفاتح دا ستنې له ډیره لیرې ځایه راغوښتې وې او د لنډولو په صورت کې د ده په فکر بې ارزښته وګرځیدلې، نو د رومي انجنیر ایبسلانتي له خوا د هغو په لنډولو هغه ته سخت په غوسه شو، د هغه د لاس پرېکولو امر یې وکړ او د هغه لاسونه غوڅ شول.
انجنیر ایبسلانتي د سلطان محمد الفاتح په ظلم چوپ نشو پاته او د استنبول مشهور قاضي شیخ صاري خضر الجلبي ته یې د سلطان د ظلم په اړه عریضه وړاندي کړه چې هغه یې په ناروا لاسونه پرېکړل، د قاضي الجلبي د عدل او انصاف کيسې په ټوله عثماني امپراتوري کې د خلکو په خولو وې، قاضي دوه زړی نشو چې د وخت د پیاوړي سلطان پر خلاف عریضه څنګه کړي، سمدستي یې سلطان فاتح ته خپل استازی وروليږه چې قضا ته ځان حاضر کړي، سلطان هم محمدالفاتح و، سمدستي محکمې ته حاضر شو.

سلطان محمد الفاتح د خپل مدعي رومي انجنیر څنګ ته د قاضي په مخ کې ودریدی مدعي یې دعوه بیان کړه قاضي له سلطان نه د ځان د دفاع غوښتنه وکړه، سلطان د خپل مدعي خبره تائید کړه، د جرم اعتراف یې وکړ، او د قاضي له خوا د حکم صادرولو ته انتظار شو، قاضي په ډاډه لهجه سلطان مخاطب کړ او ورته ویې ویل: د شریعت له امر سره سم قصاصاً به ستاسو لاسونه قطعه کیږي، رومي انجنیر هک حیران پاته شو هغه فکر کاوه چې شاید کوم مالي تعویض به ورکړل شي، دا یې په خیال او ګومان کې هم نه ورتیریدله چې د قسطنطنیي په فاتح او هغه ستر واکمن چې ټوله اروپا یې له ډاره لړزیدله په هغه باندي به د قصاص حکم کیږي، په ډیر عجز سره یې وویل: زه سلطان ته د قصاص له حقه تېر یم د هغه په لاس پرېکولو سره ماته هیڅ ګټه نه رسیږي، زه په مالي تعویض راضي یم.

قاضي سلطان ته امر وکړ چې رومي ته به ټول عمر د ورځې لس قطعې (د هغه وخت پیسې) ورکوې، سلطان په دې کار پخپله هم ډیر پښيمانه و او په دې هم خوشاله شو چې له قصاص نه خلاص شو ویې ویل: چې شل قطعې به هره ورځ ورکوي. روائع من التاريخ العثماني ، أورخان محمد علي ، ص48.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
jamil
میلمه
jamil

Salamoona,
Mohtarama wrora,
Za pa shayat ki dir wareda na yam kho domra mi awridali chi pa kafer bandi mosolman na qesas kigi
Ka sok wakawalai shi ma eslah ki mamnona ba e yam..
Wassalam