د امت لوياندیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت ـ (۱۸)

حامد افغان

د خلکو د میني ترلاسه کولو اهمیت

د خلکو د مینې په ترلاسه کولو سره خلک د داعي پیروي او ملاتړ ته چمتو کیږي، ځکه ښکاره خبره ده چې د یو چا مینه د هغه د پیروي لامل ګرځي، لکه له یو چا نه کرکه له هغه سره د مخالفت او دښمني سبب ګرځي. په دې لړ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت یوه کیسه را اخلم، له دې کیسې نه په ښکاره معلوميږي چې له یو چا سره ښیګڼه د هغه په زړه کې د ښېګڼه کوونکي مینه ټوکوي او په پایله کې د هغه تر احسان لاندي شي او بیا د هغه پیروي کوي. دا کیسه د اهل یمامه د سرخیل ثمامه ابن اثال ده او امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی دواړو روایت کړې ده.

ابوهريره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم څو سپاره د نجد لورته ولیږل، هغوی د بنوحنیفه د قبیلې یو مشر ثمامه ابن اثال راوړ او د جومات له یوې ستنې سره یې وتاړه، هغه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ووت او ورته ویې ویل: ای ثمامه ستاسره څه دي؟ هغه ورته وویل: ای محمد! زما سره خیر ده، که ته هغه (ځان ښیي) ووژني د وینو پوروړی به ووژني او که په هغه نعمت ولوروې په شکر ایستونکي به دي لورولی وي، او که مال غواړې ووایه چې ستا څومره خوښه وي هغومره به درکړم. هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېښود سبا نه بله ورځ یې بیا ورته وویل: ای ثمامه! ستاسره څه دي؟ هغه ورته وویل: هغه چې ما درته وویل، که په هغه نعمت ولوروې په شکر ایستونکي به دي لورولی وي، که ته هغه ووژني د وینو پوروړی به ووژني، او که مال غواړې ووایه چې ستا څومره خوښه وي هغومره به درکړم. هغه یې بیا پرېښود سبا یې ورته وویل: ای ثمامه! ستاسره څه دي؟ هغه ورته وویل: زما سره هغه دي چې درته ومي ویل، که په هغه نعمت ولوروې په شکر ایستونکي به دي لورولی وي، که ته هغه ووژني د وینو پوروړی به ووژني، او که مال غواړې ووایه چې ستا څومره خوښه وي هغومره به درکړم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ثمامه پریږدئ، یعني لاره یې خلاصه کړئ چې ځي، هغه د جومات خواته نږدې خورماو ته ورغی هلته یې غسل وکړ، بیا جومات ته ننوت او ویې ویل: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، او زياته یې کړه: ای محمد! په الله قسم د ځمکې پر مخ مي د بل هیچا له مخ نه دومره کرکه نه کوله لکه ستا له مخه خو اوس ستا مخ له ټولو راته ګران وګرځیده، په الله قسم د ځمکې پر مخ مي له بل هیڅ دین نه دومره کرکه نه کوله لکه ستا له دینه خو اوس ستا دین له ټولو راته ګران وګرځیده، په الله قسم د ځمکې پر مخ مي له بل هیڅ ښار نه دومره کرکه نه کوله لکه ستا له ښاره خو اوس ستا ښار له ټولو راته ګران وګرځیده. رواه البخاري، 4/ 1589، برقم: 4114، ورواه مسلم، 3/ 1386، برقم: 1764.

داراز له یو چا نه کرکه او نفرت د هغه د نه پیروي او نه اتباع سبب ګرځي، لکه د موسي علیه السلام قوم چې د خپل واک په سر یې له هغه سره نفرت زیات شو نو په دې هم ښه پوهیدل چې د ده خبره حقه ده خو بیا یې هم د ده خبره د ظلم او دښمني لامله نه منله، قرانکریم وایي: ﴿وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْماً وَعُلُوّاً فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ﴾[النمل: 14]. یعني دوی د ظلم او دښمني لامله د هغو (نهو نښو) انکار وکړ او دوی د هغو په حقانیت یقین لاره، نو وګوره چې د فساد کوونکو انجام څه ډول وي.

د خلکو په مینه ترلاسه کولو کې له خلکو سره په نیکیو کې مرسته کول دي، که مثلاً یو داعي خلکو ته ځان محبوب وګرځوي نو د هغوی به له ټولو علماو او د خیر له خلکو سره مینه پیدا شي او په دې مینه کې د هغو خلکو خیر او ګټه ده، لکه په یوه روایت کې راغلي یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: یا رسول الله! د هغه سړي په هکله ستا څه نظر دی چې له یوه قوم سره مینه لري خو په هغوی پوري هیڅکله پیوست شوی نه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دا سړی به له هغه چا سره وي چې دی مینه ورسره لري.

عن عبدالله قال: جاء رجلٌ إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقال: يا رسول الله: كيف ترى في رجلٍ أحب قوماً ولما يلحق بهم؟ قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: المرءُ مع من أحب. رواه البخاري، 5/ 2283، برقم: 5818، ومسلم، 4/ 2034، برقم: 2640.

په یوه بل روایت کې راغلي انس بن مالک رضی الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه یوه سړي د اخرت پوښتنه وکړه چې کله ده؟ هغه ورته وویل: تا اخرت ته څه تياري کړې ده؟ هغه وویل: هیڅ تياري مي نه ده کړې خو له الله او د هغه له رسول سره مینه لرم، رسول الله ورته وویل: ته به له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې، انس وایې: موږ په یوه شي دومره نه یو خوشاله شوې لکه د رسول الله په دې خبره: ته به له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې، انس وایي: زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر او عمر سره مینه لرم، او امید لرم چې د دوی د مینې په برکت به له دوی سره یم، که څه هم د هغوی غوندي عمل ونکړی شم. عن أنس رضي الله عنه: أن رجلا سأل النبي -صلى الله عليه وسلم- عن الساعة، فقال: متى الساعة؟ قال “وماذا أعددت لها”, قال: لا شيء، إلا أني أحب الله ورسوله -صلى الله عليه وسلم- فقال: “أنت مع من أحببت”, قال أنس: فما فرحنا بشيء فرحنا بقول النبي -صلى الله عليه وسلم-: “أنت مع من أحببت”, قال أنس: فأنا أحب النبي -صلى الله عليه وسلم-، وأبا بكر، وعمر، وأرجو أن أكون معهم بحبي إياهم، وإن لم أعمل بمثل أعمالهم. رواه البخاري، 3/ 1349، برقم: 3485، واللفظ له، ومسلم، 4/ 2032، برقم: 2639.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x