وردګ: د اربکیو یو تن قوماندان د طالبانو په برید کې ووژل شو
نن ټکی آسیا: پرون د شنبې په ورځ د طالبانو په برېد کې چې د وردګ ولایت مرکز ته نيژدې یې د شهیدانو په سیمه کې تر سره کړی وو، یو تن د اربکیو قوماندان علي آغا ووژل شو، او د طالبانو له قوله څوارلس تنه نور ورسره ووژل شوه او دوه عرادې رېنجر ډوله موټر یې هم له منځه ولاړه.
د وردګ ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال حق نواز رسنیو ته ویلي چې په برید کې یوازي قوماندان علي آغا وژل شوی او نورو ساتونکو ته یې کوم ډول زیان نه دی رسیدلی.