مرکېنظــر

د نوي حکومت او د طالبانو تر منځ د سولي د امکان پر موضوع له ښاغلي نظر محمد مطمئن سره د نن‌ ټکي ‌اسیا مرکه

یادښت: ښاغلی انجینر نظر محمد مطمئن کابل‌ مېشتی لیکوال، د سیاسي چارو شناند او د «بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې» د اجراييه شورا غړی دی. ښاغلی مطمئن تل د هېواد پر روان ناورین قلم خوځوي، نظر څرګندوي او عملاً د ژغورنې هڅې کوي. نن‌ ټکی ‌اسیا خبري – تحلیلي وېب پاڼه د ښاغلي مطمئن د لیکنۍ همکارۍ قدردانی او مننه کوي او د نوي حکومت او د سولې په تړاو پر خنډونو او فرصتونو ورسره غږېږي:

نن ‌ټکی ‌اسیا: ښاغلی مطمئن، تاسې پر سیاسي – فرهنګي فعالیتونو سربېره د سولې په تړاو عملاً کار کړی؛ د حامد کرزي د حکومت په پرتله د سولې په برخه کې د اشرف غني هڅو ته څومره هیله من یاست؟

مطمئن: بسم الله الرحمن الرحیم

د حامد کرزي د حکومت پر مهال سوله یوازې د شعار تر حده مطرح وه. د افغان ملت، امریکايي ملت او نورو اروپايي ملتونو د غولونې او تېر اېستنې یوه وسیله وه. یو ورته والی یې د حامد کرزي له حکومت سره داسې په ګوته کولای شم چې د اشرف غني حکومت داسې دی لکه له ببرک کارمل وروسته چې نجیب واک ته ورسېد.
اشرف غني متاسفانه د کمپاین پر مهال د سولې له پاک شعاره ډېره استفاده وکړه، ډېر خلک یې وغولول. د اشرف غني د سولې په نامه هڅې به هم داسې وي لکه چې د حامد کرزي د حکومت وې.

نن ‌ټکی ‌اسیا: نوی حکومت «دوه سری» حکومت دی. عبد الله د مصطفی کاظمي تلین کې غیر مستقیم طالبان «د افغانانو دښمنان وبلل». فکر کوئ چې د عبد الله عبد الله د ډلې په شتون کې به اشرف غني له خپلې خوښې سره سم په خلاص لاس د سولې په اړه فعالیت وکړي؟

مطمئن: ډاکټر صیب عبد الله عبد الله واک ته له رسېدو مخکې هم د سولې په تړاو علاقمندي نه لرله. هغه مهال هم په کابل کې ځینو مشرانو د سولې هڅې کولې، عبدالله عبدالله سره یې ولیدل او هڅه یې وکړه چې دوی سولې ته غاړه کښېږدي؛ خو دوی کله هم د سولې پروسې سره علاقمندي نه ده ښودلې.

کله چې ډاکټر صیب عبدالله اجراييه رييس شو، یو ځل ډاکټر صیب اشرف غني ویلي و چې طالبان «سیاسي مخالفین» دي. له همدې امله د ډاکټر عبدالله پلویانو بیا اشرف غني ملامت کړی و چې ولې يې طالبان سیاسي مخالفین بللي دي. زه خو د ډاکټر عبدالله له ملګرو سره مېزونو کې ناست یم، دوی طالبان بېخي نفې کوي، اصلا یې د افغانستان خلک نه بولي، ترهګر یې بولي او طالبانو سره یوازینۍ لار جګړه او نظامي فشار بولي. دوی چې اوس په واک کې پنځوس فيصده ونډه هم لري، اوس بېخي د طالبانو منلو ته تیار نه دي؛ ځکه چې د طالبانو راتګ بیا د دوی د دغسې واک پر لار خنډ ګرځي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: اشرف غني د کار پیل د سعودي، چین او دا دی اوس هم د پاکستان له سفرونو وکړ. دغه هېوادونه کولای شي طالبان اړباسي چې له اشرف غني سره مذاکراتو ته کېني؟

مطمئن: اشرف غني د سولې په برخه کې هغه اشتباهات تکراروي چې حامد کرزي کړی وو. اشرف غني چې د سولې په نامه سعودي او چین ته ځي یا پاکستان ته نن ولاړ، باید د طالبانو اصلي ادرس ته مراجعه وکړي. طالبان واضح ادرس لري، د قطر دفتر یوازینی ادرس دی. سعودي نه شي کولای چې طالبان د سولې مېز ته را وکاږي، کنه سعودي عربستان پخوا هم دغسې هڅې کړې وې. چین لومړی افغانستان له پاکستان سره نه برابروي. د خپلو ګټو لپاره پر پاکستان فشار نه واردوي. بل د چین او طالبانو اړیکي په ډېر خام تار تړلي دي، نو چینایان له طالبانو سره په تعامل کې له ډېر احتیاطه کار اخلي.
د ګوانتانامو بندیانو خلاصون، د طالبانو د لوړپوړیو مشرانو نومونه له تور لېسته لرې کول، دا ټول هغه څه دي چې یوازې يې امریکا کولای شي. دا د اشرف غني له واک او صلاحیته پورته خبرې دي.
د اشرف غني سفر پاکستان ته نړيواله میډيا په ځیر څاري، د پاکستان لوړ پوړي چارواکي (سرتاج عزیز، راحیل شریف او د آی ایس آی مشر) کابل ته راغلل.
ترڅو چې امريکا له طالبانو سره لومړی مشکل حل نه کړي، مثلا د ګوانتانامو طالب بندیانو خلاصول، د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لسټ نه لیري کول، دا د اشرف غنی له صلاحیت نه پوره نه دي، دا باید امریکا وکړي.
که پاکستان ته داسي رول ورکول شي لکه د مجاهدینو په وخت کي بیا به جګړه روانه وي، او که چیرته د سولې له پاره داسي زمینه برابره شي چې له امريکا سره د طالبانو د مشکل له حل وروسته خپله افغانان سره کيني او د پاکستان، ایران، منځنې آسیا او هند اعتماد واخلي بیا سوله امکان لري، اوس د سولې خبرې زما په نظر هسې دوخت ضایع کول دي، نتیجه نه ورکوی، نه پاکستان، نه سعودي نه چین او نه ترکيې ته د سولې له پاره د اشرف غني تګ ګټه لري.
که چیرته پاکستان په صادقانه ډول طالبانو باندي فشار راوړی بیا به طالبانو د ایران سره سرحد او منځنۍ اسیا سره سرحدونو او دا ډول وزیرستانونو کې د پاکستان او افغانستان پښتون میشته سرحدونو کې وی، نو معلومه خبره ده چې پاکستان داسي فشار نه شي واردولای چې طالبان اړ کړی چې افغان حکومت سره خبرو ته خامخا کیني.
داسي فکر کيږي چې د پاکستان چارواکو د نوي افغان حکومت جاج اخیست چې په کوم ډول دوی له اشرف غني سره مخکې ولاړ شي.
زما په نظر چې د اشرف غني لومړی سفر او لومړي وختونو کې به پاکستان په طالبانو د يو ډول داسي فشار هڅه وکړي چې طالبان ډیر زیان ونه ويني، او په وروستو وروستو کې به له اشرف غني سره هم هغه ډول معامله کوي کوم چې یې له کرزي سره کوله.
پاکستان خپله هم ښه پوهیږي چې د طالبانو د رهبرۍ پر کسانو او لیډرشیپ باندي فشار نه شي واردولای، هو که په ټیټو طالبانو فشار وارد کړي بیا فایده نه لري، لکه په ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ کلونو همدغه ډول فشار پاکستان د امريکا په غوښتنه او د خپلو مفاداتو په نظر کې نیولو سره وارد کړ، مګر ملاعبید الله شهید شو، ملابرادر سخت شکنجه او تعذیب شو، خو د طالبانو مشرانو د پاکستان فشار ته غاړه کېنښودله.
اوس هم زما په نظر پاکستان يواځي په ټیټه کچه طالبانو باندي فشار واردولای شي چې هغه نتیجه نه ورکوی، په لوړ پوړو او لیډرشیپ ځکه فشار نه شي واردولای، چې پاکستان ته هم مشکله ده چې د طالبانو لیډر شیپ پيدا کړي.
اشرف غني فکر کوي او پاکستان هم غلط ډاډ ورکوي چې په طالبانو فشار واردولای شي. وخت ته به انتظار وکړو، لکه په تیرو دیارلسو کلونو کې اوس هم پاکستان توانايې نه لري چې په زور سره طالبان له اشرف غنی سره خبرو ته کینوي.

نن ‌ټکی ‌اسیا: ولسمشر اشرف غني د کار پر دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ؛ خو دی بیا تکرار وايي چې «طالبان دې مذاکراتو ته چمتو شي». تاسې څه فکر کوئ، طالبان به د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته له اشرف غني سره خبرو ته لېوالتیا وښيي؟

مطمئن: اشرف غنی د کمپاین پر مهال د سولې له شعاره ډېره استفاده وکړه. ډېر خلک یې د سولې په هیله د ځان ملګري کړل او ویې غولول. زما له معلوماتو سره سم، د ټاکنیزو لانجو پر مهال جان کېري اشرف غني ته وویل که واک ته له رسیدو سره سم امنیتي تړون لاسلیکوي؛ نو عبدالله عبدالله به دې ته تیار کړي چې د اشرف غني د حکومت برخه شي. اشرف غني د دې مجبوریت لپاره امنیتی تړون لاسلیک کړ. کنه ده په ځینو څرګندونو کې په شخصې مجلسونو کې ویلي و حتی انجینر احمدشاه هم په دي باب خبرې ورسره کړي وی، ده وعده کړي وه چې د امنيتي تړون لاسلیک به تر ممکنه حده پورې ځنډوي. جان کېري راغی او عبدالله او غني يې سره جوړ کړل او دواړه یې په یوه حکومت کې سره راضي کړل. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته دا هیلې بېخې نه شي کېدای چې ګوندې طالبان دې له اشرف غني سره د سولې په تړاو علاقمندي وښيي.

که چیرته سياسي طالبان بیا هم د بېلابېلو فشارونو له امله د اشرف غني حکومت د سولې مذاکراتو ته حاضر شي، نظامي طالبان به يې خامخا مخالفت کوي، ځکه چې هغوی د امنيتي تړون لاسلیک د جنګ ادامه ګڼي او نور د سولې خبرې د وخت ضیاع بولي.
که چیرته بالفرض داسی وشي چې امکانات يې لیږ دي، که پاکستان او يا بل هر څوک سیاسي طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کینوي نظامي طالبان به جګړې ته زور ورکړي او هغوی به له افغان حکومت سره خبري ونه کړي؛ ځکه چې اشرف غني امنيتي قرارداد امضا کړ، هغه بندیانو ته په پلچرخي کې اخطار ورکړ، هغه وویل چې د خپلو امنیتي ځواکونو څخه به دفاع کوي او د هغه دفاع وزارت د شپې عملیاتو له پاره ناټو ته اجازه اعلان کړه چې پرون دغه د شپې عملیاتو خبره ارګ رد کړه، اشرف غني د عاشورا په ورځ د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او هغوی ته خپله وینه نذرانه کړه، دغه خبرې د جګړي د پېل او دوام معنی ورکوي.

نن ‌ټکی ‌اسیا: د ولسمشر تره، ډاکټر قیوم کوچی یو له هغو پخوانیو دیپلوماتانو څخه دی چې ویل کېږي پخوا یې طالبانو سره ښې اړیکي لرلې، د ډاکټر کوچي رول اوس څنګه ارزوئ؟

مطمئن: ډاکټر صیب قیوم کوچی د اشرف غني تره دی. له طالبانو سره یې پخوا اړیکي لرلې. قطر ته یې په ځینو کانفرانسونو کې د ګډون په موخه سفرونه کړي دي. له طالبانو سره یې خپل نظریات شریک کړي دي. تر کومه چې زه معلومات لرم، ډاکټر اشرف غني له ډاکټر قیوم کوچي غوښتي چې د سولې چارې دی پر مخ بوځي؛ خو ډاکټر صیب کوچی هیله لري چې د بهرنیو چارو وزارت ترلاسه کړي. مګر د واک په وېش کې بیا د بهرنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله د پلویانو په برخه رسېدلی.
کله چې اشرف غني نوماند شو، قیوم کوچی یې د کمپاین رسمی غړی شو. له هغې راهیسې له طالبانو سره اړیکي نه لري.
دومره ده کله چې د ټاکنو کمیسون د لومړنیو نتیجو اعلان وکړ او اشرف غني يې ګټونکی اعلان کړ له هغه وروسته (مخکې له دي چې اشرف غني ارګ ته ولاړ شي) د یوناما په وساطت قیوم کوچي اماراتو ته یو سفر کړی و. هلته یې له یو کس سره لیدلي و. هغه کس افغان دی، په اصطلاح ډبل ګېم یا دوه ګونې لوبه کوي، هم طالبان خوشاله ساتي او هم افغان حکومت ته د فعالیت ډاډ ورکوي، ممکن چې مالي امتیازات به هم ترلاسه کوي، بو بل کس هم له جرمني څخه د طالبانو په نوم ورته راغلی و، حال دا چې طالبان په جرمني کې استازی نه لري. نو دغه ډول پټې لیدني بیا هم د کرزي د سولې د ناکامه پالیسۍ تکرار دی او نتیجه نه لري.

نن‌ ټکی‌ اسیا: د اشرف غني په ټیم کې ځینې داسې کسان هم شته چې د طالبانو په حکومت کې يې لوړې دندې لرلې، ویل کېږي چې دوی اشرف غني ته د طالبانو په باب ډاډ ورکړی، څه فکر کوئ چې دا کړۍ به د سولې په باب مثبت رول ولوبولای شي؟

مطمئن: په کابل کې دوه ډوله طالبان اوسېږي: یو هغه دي چې د حکومت له خوا یې وړاندې شوې دندې رد کړي دي، مستقل ژوند لري، طالبان هم پرې اعتماد لري. دوی مهم رول لوبولی شي.
بل هغه ډله طالبان دي چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته راغلل، نظام سره یو ځای شول، حتا د طالبانو پر ضد یې څرګندونې وکړې، په دې امریکايي اشر کې ګډ دي. دا کړۍ هېڅ لورې ته ژمن نه دي، لکه طالبانو ته یې چې شا کړل، دغسې امریکایانو او امريکا پلوه حکومت ته هم وفاداره نه دي، دوی د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره اشرف غني ته وايي چې موږ طالبانو سره اړیکي لرو او د سولې په تړاو مثبت او مهم رول لوبولی شو. حال دا چې دوی د طالبانو بدې ایسېږي او دوی سره عادي اړیکی هم نه ساتي.
دوی په حقیقت کې یوازې د پیسو او امتیازاتو لپاره لګیا دي شپه و ورځ هڅې کوي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: د اشرف غني په یو نیم میاشتني حکومت کې د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. یوازې کابل کې د ورځې تر درېوو چاودنې شوي. جلال اباد ښار کې پرون دوې چاودنې وشوې. طالبان د بریدونو په دې زیاتوالي سره څه پیغام لېږي؟

مطمئن: زه فکر کوم چې د ټاکنیزې شخړې پر مهال داسې ګومان و چې شاید اشرف غني امنیتي تړون لاسلیک نه کړي. که څه هم ده په خوله ویل چې امنيتې تړون لاسلیک کوم، ځينې داسي اشارې خپله اشرف غنې او دده پلویانو کړي وي، له بلې خوا د باو برګډال په تبادله او له ګوانتانامو زندانه د لوړ پوړیو طالب بندیانو خلاصون هغه څه و چې د مذاکراتو په برخه کې يې یو څه واټنونه لنډ کړي وو؛ خو کله چې اشرف غني او حنیف اتمر امنیتي تړون لاسلیک کړ، دغه فاصلې نورې هم پراخې شوې. طالبانو خپلو عملیاتو ته د پام وړ زور ورکړی. طالبانو خپله ستراتيژي بدله کړې ده. پر ګڼ مېشتو ښارونو بریدونه د پاشلې جګړې پر ځای څو برابره سیاسي او مطبوعاتي اغېز لري. مثلا طالبانو پرون هرات کې د ولایتي شورا یو پخوانی غړی وژلی، ننګرهار ښار یې په نښه کړی، دغسې عملیات د دولت مورال کمزوری کوي. همدا اوس کابل کې چاودنو او په ځانګړې ډول د کابل امنیه قومنداني باندي برید ټول خلک له اندېښنو ډک ژوند کوي. زه فکر کوم چې دا وروستۍ چاودنې د امنیتي تړون په غبرګون کې ترسره کېږي.

نن‌ ټکی‌ اسیا: ډېره مننه مطمئن صیب!

مطمئن: کور مو ودان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

motmaeen sahib salamualikum;
we belive if ashrafghani have 50% power in this afghan government,but ashrafghani and his team want peace,if taliban do peace inthat time abdullah and his team will be 25% percent in government.if taliban do peace,this good for taliban and afghan nation,
air base is not only in afghanistan,in many country of the world america got airbase.
airbase is one political plan of america,this is not some special problem for just afghanistan,this airbase have many economic benifit for afghanistan,we hope taliban do peace with afghan government,thank you

kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم جناب محترم مطمئن صاحب بسیار عالمانه تحلیل نموده اید مقاومت ملی مجاهدین/طالبان با اداره دست نشانده اجیران صلیبی کابل اشرف غنی ترجمان و کاکایش قیوم کوچی مدیر ترچمانها که دیپلوم اش هم تقلبی میباشد داکتر نیست و پاکستان سعودی ترکیه غلام بچه های نظم نوین شیطان هیچگاه مذاکره نخواهند کرد اگر امریکا راستی آرزو صلح را دارد باید به شکست شان اقرار نمایند و استراتیژی جنگ خود را به مذاکره تغیر بدهند و با دفتر سیاسی امارت اسلامی افغانستان به قطر مراجعه نمایند . حالا که امریکا/ناتو شکست خورده اند در مقابل استشهادی های مسلمانهای افغان… نور لوستل »

kadir mohmand

In the name of Allah Most Merciful Most Gracious Now that the U.S. and NATO have lost the war in Afghanistan it is time for the Muslims to unite and have Caliph. The Political System in Islam The political system of Islam is based on three principles: (1) Tawhid (Oneness of God), (2) Risala (Prophethood), and (3) Khilafa (Caliphate). Tawhid means that no individual, family, class or race can set themselves above God (Allah). No one is above God’s law. God alone is the ruler and his commandments constitute the law of Islam. Risala is the medium through which we… نور لوستل »

بخت الرحمن بخت

مطمئن صاحب په خپله مرکه کی وسیاسی اوعسکری یا نظامی طالبانو ته اشاره کړی، او دغه دوی ډلی یی یو له بل څخه جلاښودلی. وروره طالبان ټول یو طالبان دي، سیاسی او نظامی طالبان یو له بل څخه جلانه دی، سیاسی طالبان دنظامی طالبانو نمایندګی کوي. زمونږ سیاسی نمایندګان ټول دسیاسی کیدو تر څنګ نظامیان هم دی، که دوی خپله نظامیان نه دی خو وروڼه یی سنګرونو کی ناست دي، زمونږ سیاسی نمایندګان ټول یاخو دشهیدانو زامن، یاوروڼه او یا پلورونه دی. داسی هیڅ امکان نه لري چی سیاسی طالبان دی مذاکرات شروع کړي او عسکری طالبان دی ددوی په… نور لوستل »

Malim

دا هم د مستی بل دړدنګ اوس یی خوند وکه ټول عمر یی د هغه چا د تدریس په اندازه نه دی پر کومو چه ښاغلی انجنیر صیب عقل تمام تبصره کوی (((طالبان واضح ادرس لري، د قطر دفتر یوازینی ادرس دی))))) جنابه ددی دفتر کوم واک شته؟ دا دفتر چیرته موقعت لری او چا او د څه لپاره پرانیستی دی؟ او که دی دفتر ته مراجعه وشی البت فایده خو یی صفر ضرب صفر ده خو دا به وشی چه ټالیب او د ټالیب هواد دشمنه پالیسی ته به رسمی بڼه ورکړل شی: خبره د ګونتنامو د بندیانو بر… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

دروند ورور مطمن صاحب ، خو تل ښی لیکنی او معقوله مرکی کوی ، الله ج ورته د سولی او بیا چوړونی ښه استعداد ورکړی ، دا مرکه یی معقوله او هغو مهمو ټکو ته یی ګوته نیولی چه مهم او د کار ټکی دی ، مګر په دغه ښو ټکو کی چه کومه خبره یی زما ډیره خوښه شوه هغه دا وه چه : [[ د غنی حکومت د ډاکتر نجیب د حکومت سره وته دی ]] مونږ هم په یوه لیکنه کی کارمل د کرزی او نجیب د غنی سره مقایسه کړی وو ، مطمن صصاحب کټ مټ… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظر تیردوه حکومتونه لکه(دکرزی اواشرفغنی)داسی حکومتونه دی چه خودپرسته ،ظالم اودپردیوپه زورغواړی پرخپل ملت اوملک خپل حکومتونه مسلط کی دخپل ملت قتل عام ،یتیمانو،کونډو،ستړیاوو اود کلوکورودپریښولوهیڅ پروانلری،عیناُ لکه دخلکیانواوپرچمیانوحکومتونه چه دروس په فوج یی پرخپل ملک حکومت کول غوښتل،پورته دووحکومتودناټواوامریکا په ملګری غواړی،دوی درواغجن دی کفارښه درواغجن هوښیاربولی،وګورۍ اشرفغنی دکمپاین پروخت څونه درواغ وویل څه چی ویل ټول عمل یی دهغه برعکس وو- امااسلام درواغجن دالله دښمن بولی مسلمانانوپخپلوهنداروکی کتل اشرفغنی ته یی ووټ ورکۍ ،اشرفغنی یوه وعده پرځای که؟ هرڅه یی دخپلی وعدی برعکس وکړل،په پښتوکی متل دۍ: هوښیارپریوه موږی دوه واره نوک نه وهی اوس نوکه څوک… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx