کابینې پرسر د اختلاف له منځه وړلو لپاره د کیري د مداخلې اړتیا- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د روان کال د وري د میاشتې په ۱۶د لانجمنو ټاکنو د لومړي او دوهم پړاو ټاکنو د پایلو پر سر تر ۶ میاشتنی جنجال وروسته اوس د ملي یووالي د حکومت د غړیو ترمنځ د دغه حکومت د کابینې جوړولو پرسراختلافات او ناندرۍ روانې دي.د رسنیو لخوا د ورکړل شویو رپوټونو ترمخه د کابینې جوړولو لپاره د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله د استازیو ترمنځ ۱۳ ځله غونډې شوې خو تراوسه پوري د کابینې جوړولو پرسر هیڅ توافق ته نه دې رسیدلي.

ولسمشر اشرف غني هم د تحلیف په مراسموکې وویل چې د حکومت تر اعلان وروسته په راتلونکو ۴۵ وروځوکې به مونږد فني معیارونو پراساس یوه مسلکي کابینه ولرو، خو تیره ورځ د ښاغلي اشرف غني لخوا ټاکل شوی مهلت هم پایته ورسیدو او د کابینې جوړولو پرسر اختلافات لا پرځای پاتې دي.

د ملي یووالي حکومت د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف ټکی په مساویانه ډول د وزارتونو او دولتي چوکیو ویشل دی چې د ښاغلي عبدالله ډله یې د پنځوس په سلوکې غوښتونکې ده،خو د ولسمشر اشرف غني ډله دا نه مني چې له مقابل لوري سره سم په نیمه واک وویشل شي .

د تیرې دوشنبې په ورځ ښاغلي اشرف غني هم د نیمروز او فاریاب له مشرانو سره په کتنه کې پردې خبرې ټینګار وکړ چې دی حاضر نه دی د واک د تقسیم پرسر معامله وکړي.

د جنجالي ټاکنو د پایلو پرسر چې د دواړو ټیمونو ترمنځ کومې ستونزې موجودې وې د هغوی لامل په خپل منځ کې د واک مساویانه ویش و، اوس چې د واک د ویش مرحله را رسیدلې نو طبیعې ده چې عین ستونزې به بیرته راسربیره کیږي او ښايي د دغو ستونزو حل هم دجان کیري او امریکايي سفیر له مداخلې پرته ناشونی وي؛ ځکه د ملي یووالي په نوم د حکومت ایجاد د امریکايي وصایت او دستور پراساس رامنځته شوی، نه د انتخاباتو د پایلو په وسیله، لهذا د هغه اړوند د ټولو موضوعاتو او ستونزوحل د امریکایانو اشراف او د اړتیا په صورت کې مداخلې ته ضرورت لري.

د ټاکنو د پایلو پرسر د دواړو ټیمونو ترمنځ ناندریو کابل مجبورکړ چې د لندن د ویلزپه کانفرانس کې یې د ولسمشر پرځای د دفاع وزیر بسم الله خان ګډون وکړي او هغه هم په داسې فضیحت سره چې لندن ته په ورسیدو يي د افغانستان بیرغ چي سمدستي د لندن له پولیسو څخه د سیاسي پناه اخیستلو غوښتنه وکړه.

اوس بیا چې د لندن کانفرانس راروان دی د کابینې پرسر جنجال ښايي په یادکانفرانس کې د ملي یوالي د حکومت د ګډون لپاره نورې ورته ستونزې را پیداکړي .د ولسمشر اشرف غني حکومت که څه هم چې د جان کیري لخوا د ملي یووالي حکومت په نوم اعلان شوی خو د شاملو ټیمونو د غړیو ترمنځ یې په سیاسي اختلافونو سربیره قومي،سمتي او حتی عقیدوي اختلافات هم موجود دي چې توقع نه کیږي د امریکایانو له مداخلې پرته دې د دغو ټولو اختلافونو په له منځه وړلو سره په لنډ وخت کې د یوې متحدې کابینې پرجوړولو وتوانیږي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د